JustPaste.it

په کابل کې په مهم خارجي میلمستون ګڼ فدايي بریدونه پيل شول لسګونه تنه اشغالګر وژل شوی دي

د عمري عملیاتو په ګړندي جریان کې نن شپه شاوخوا ۱بجه د کابل ښار د ۹ حوزې اړوند د څرخي پله سیمه کې د امریکايي اشغالګرو اړوند مهم میلمستون (North Get Hotel) باندې لومړی د لوی مازدا موټر په وسیله چې له درنو منفجره موادو ډکه و مخامخ فدايي برید وشو.

کله چې له برید سره سم د یاد میلمستون ټول امنیتي موانعه له منځه لاړه او خورا لویه برخه يې ونړېده، ورپسې ګڼ شمیر په درنو او سپکو وسلو، آتش آنداز، راګټ لانچر او ماشیندارو مسلح فدايي مجاهدین د میلمستون منځ ته داخل شول او په یرغلګر دښمن يې مرګوني بریدونه پيل کړل.

لومړنۍ معلومات ښيي چې فدايي مجاهدین په خورا زړورتوب سره خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، تراوسه په میلمستون کې میشت له سلو ډير بهرني اشغالګر وژل شوي او ټپيان دي، جګړه لا هم په شدت سره روانه ده چې د نورو تلفاتو او زیانونو په اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

د معلوماتو په اساس کله چې په تیرکې د کابل ښار په نورو ځينو برخو کې د بهرنیو اشغالګرو خصوصا امریکايانو اړوند میلمستونونه داسلامی امارت دمجاهدینو لخوا وخت په وخت تر کلکو ګوزارونو لاندې نیول کیدل، نو امریکایانو اودهغو نورو اړوندانو دغه (North Get Hotel) میلمستون دخپل ځان د عیاشۍ اوفحاشۍ لپاره د وروستي ځای په توګه غوره کړی وو او هره شپه له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې بهرنۍ اتباع چې داشغالګرو هیوادونو اړوند مهم خلک وو په کې اوسیدل.

باید یادونه وکړو چې په یاده نیږدې سیمه کې دملکي خلکو کورونه او تاسئیسات په لنډه فاصله کې وجود نلري او په برید کې عامو خلکوته هیڅ زیان ندی اوښتی. نوربیا

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۷/۱۰/۲۷هـ ق

۱۳۹۵/۵/۱۱هـ ق ـــ 2016/8/1م