JustPaste.it

په پکتیکا کې د بمبار له امله دکوم مجاهد مشر د بمبار راپورونه حقیقت نلري

نن دپکتیکا په ولایت کې د کابل ادارې مزدورو چارواکو ادعاوکړه چې تیر مازدیګر د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اړوند سیمه کې امریکايي الوتکو د مجاهدینو سراچه موټر په نښه کړی او ددوی په اصطلاح دمجاهدینو د کوټې شوار غړی يي له ۳ ملګرو سره شهید کړی.

موږ د دښمن دغه پروپاګند ردوو، په سیمه کې بمبار شوی، د ملکي خلکو یوه سراچه موټر بمبار شوي چې ۳تنه عام مسافر چې له سیمې څخه تیریدل شهیدان شوي.

خو په دغو کسانو کوم مجاهد نشته اونه هم د اسلامي امارت کوم لوړ پوړی مشر په کې وجود درلود. دښمن له یوې خوا وايي چې د اکمالات مسئول شهید شوی، بلې خواته یاد کس د اسلامي امارت له مهمو مشرانو حتی د شورا غړی بولي.

په داسې حال کې چې په یاد شوي نوم کوم د شورا غړی نشته اونه هم شهیدان شوي کسان د امارت مسئولین دي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۷/۹/۳هـ ق

۱۳۹۵/۳/۱۹هـ ش ـــ 2016/6/8م