JustPaste.it

د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور یو اړخیز دی موږ يي ردوو / مجاهد

نن په کابل کې د یوناما لخوا بیا د تیر کال ملکي تلفات وشمیرل شول او په سلو کې  د ۶۲ سلنې  تور په مجاهدینو پورې شو.

په عین حال کې يې د مزدورې ادارې، بهرنیو یرغلګرو او نورو اربکیو او غیرمسئولو وسلوالو په غاړه  ایله د  ۱۷ سلنې  مسئولیت واچاوه، دا په داسې حال کې چې تنها په تیرو ۱۷ ورځو کې د بغلان په ډنډغوري ولسوالۍ کې د مزدوروعسکرو او بهرنیو یرغلګرو په بریدونو اوبمباریو کې زموږ ۸۰۰ تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي او ټپيان دي.
موږ د ملګروملتو یاد راپور یو لوریز ، تبلیغاتي اوداشغالګروقوتونوپه اشاره ترتیب شوی بولو، په داسې بې انصافۍ سره د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخه نه نیول  کیږي، بلکې دکابل مزدور ه اداره  اوباداران یې لاهم  جرئت اخلي او دبې مسئولیتۍ احساس کوي.

اسلامي امارت له خپلې خوا ولس ته ډاډ ورکوي  چې د جهاد له جریان سره سره به ان شاءالله په عملیاتو کې دعامو خلکو دسر اومال زیان ته پاملرنه کوي او په  ټول توان سره به د ملکي تلفاتو په مخنيوي کې خپلې  هلې ځلې نه سپموي.

نړيوالې ادارې او رسنۍ باید دملکي خلکو د مرګ ژوبلې اصلي عاملين معلوم او بربنډ کړي، ترڅو د ظالمانو لاس ونیول شي او خلک يې له شر او ظلم څخه خلاص شي، دبهرنیو اشغالګرو لخوا په هیواد کې د اشغال د دوام خبرې،  په هیواد کې په مختلفو بهانو دبمبارونو جاري ساتل، دنویو نظامي قطعاتو را لیږل  او دکابل ادارې ته  وسلې په لاس ورکول او جګړو ته هڅول پخپله د ملکي تلفاتو تر ټولو لوی عوامل دي چې مخامخ يې مسئولیت  امریکایانو، دهغو ملاتړو او دکابل مزدورې ادارې ته راجع کيږي، د اسلامي امارت مجاهدین دخپل هیواد د آزادۍ په لاره کې جهاد  او مبارزې ته اړ شوي دي، هیواد يې اشغال او د اسلامي نظام د اقامې حق ترې اخيستل شوی دی، د یادو اهدافو بیرته تر لاسه کیدل دافغان مسلمان ولس حق دی او په دې لاره کې جهاد او مبارزه  دنجات یواځنۍ لار بولي او په دې لاره کې دخپل ولس ملاتړ لري او دهمدې ولس کامیابي او سرلوړي پکې ویني . 

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۷/۵/۵هـ ق

۱۳۹۴/۱۱/۲۵هـ ش ــ 2016/2/14م