JustPaste.it

په غزني کې په قاتلانو باندې د قصاص الهی حکم پلی شو

درۍ مياشتې وړاندې دريوتنو قاتلانو هریو( محمدعارف د غلام رسول زوی دګل غچ کلي اوسیدونکي، فضل احمد دګل احمد زوی دمنګور کلي اوسیدونکي او محمدانور د غلام سرور زوی دتنګي کلي اوسیدونکي) د غزني ولایت د مرکز اړوند د منګور کلي یوه ښځينه ډاکټره او دهغې خاوند زکریا په خپل کور کې په ډير وحشت سره قتل کړل، د کور سامان، زیورات او ډيرې نغدې پيسې يي هم ور څخه یوړې.

په سیمه کې د اسلامي امارت مجاهدینو ته  امر وشو چې یاد قاتلا پيدا کړي او هرڅه ژر يې د اسلامي محکمې مخې ته ودروي، هغه وو چې شل شپې وړاندې دغه درۍ واړه قاتلان د مجاهدینو لخوا ونیول شول.

د یادو کسانو دوسيې د اسلامي امارت د محاکمو لخوا په دقیق ډول وڅيړل شوي او درۍ واړه  د قصاص او ساعی بالفساد په الهی حکمونو باندې محکوم شول.

قاتلانو د محاکمو په وخت کې په خپل جرم اعتراف وکړ او د مقتولینو ورثه وو يې هم د قصاص غوښتنه درلوده چې نن سهار ۸ بجې د غزني ولایت مرکز اړوند منګور کلي کې د زرهاوو خلکو په حضور کې یاد قاتلان د مقتولینو د ورثه وو لخوا قصاص کړل شول او دخپلو شومو اعمالو په سزا ورسیدل.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۲۹/۶/۱۴۳۶هـ ق

۲۹/۱/۱۳۹۴هـ ش ـــ 2015/4/18م