JustPaste.it

حافظ سعيد خان نه د برائت اعلان
عبدالرحیم مسلم دوست
17.10.2015


په دې کې هیڅ شک نشته چې داسلامي امت دستونزو حل د یواسلامی عادل خلافت په قیام کې دی اودایوه اسلامی فریضه ده. مونږدهمدې موخې لپاره ابوبكرالبغدادي حفظه الله سره دبیعت اعلان وکړاوبیا موحافظ سعید خان اونوروته دبیعت بلنه ورکړه. کله چې حافظ سعید خان د خراسان والي وټاکل شو نو په ورین تندي مو د هغه ولایت ومانه او د خدمت لپاره مو ملا کلکه وتړله. خوافسوس چې حافظ سعید خان زمونږله مشورې خلاف فتح شوی تیرا پرېښوده، افغانستان ته راغی اود دې په ځای چې خلکوته د اسلامی خلافت خواږه وروڅکي، دعدل، سوکالۍ اوخوشحالۍ نظام پلی کړي او د علم رڼا خپره کړي، ظلم يې پيل کړ، خلک يې د جهل خواته روان کړل، اسلامي احکامونه يې سرغړونې پیل کړې او افغانانو ته يې ډېرپه سپکه وکتل.
په کوټ اوشینواروکې د بې ګناه خلکونیول اووژل، نارواجرمانې اخیستل، د معارف مرکزونه تړل، عام خلک تنګول او داسې نورهغه کارونه دي چې هیڅ سمه توجیه يې نه شي کېدی. هغه علماء او وګړي چې ما ورته د اسلامي خلافت دعوت ورکړی، ماته وايي: ته چې د اسلامي خلافت کومه نقشه وړاندې کوې هغه ډېره زړه راښکوتکې اوښه ده، خو په عمل کې د حافظ سعید خان ګډوډي بل خواته درومي او د هغوی داخبرې سمې دي.
حدیث کې راځي : " من مشى مع ظالم وهويعلم أنه ظالم فقد خرج من الإسلام" رواه البيهقي في شعب الإيمان والطبراني في الكبيروالبخاري في التاريخ والبغوي والبارودي وابن شاهين وابن قانع وأبونعيم والضياء وابن أبي عاصم في الآحادوالمثاني. " چاچې د ظالم ملاتړ وکړ او په دې پوهېده چې هغه ظالم دی نوهغه له اسلام نه وواته" او بیا لوی ناورین دا دی چې دا ټول ناروا د اسلام په نامه کوي چې دې کاراسلامي دولت ډېربدنام کړ. نوله همدې کبله زه دا اسلامي فریضه ګڼم چې حافظ سعید نه برائت اعلانوم. خود ا ددې معنا نه ده چې مونږ اسلامي دولت نه ووتو، بلکې مونږ اوس هم اسلامي دولت اواسلامي خلافت ته وفاداریواوترڅوچې موپکې انحراف نه وي لیدلی ملاتړ به يې کوو.
عبدالرحیم مسلم دوست ۳ /۱/۱۴۳۷

12074597_170854839924709_765635758142478