JustPaste.it

د کابل امریکايي ادارې لخوا له امریکا سره د تړون د لاسلیک په اړه د اسلامي امارت اعلاميه

له امریکا سره د تړون په لاسلیک سره د امریکا غلامانو خپله اصلي څيره افغان ملت ته  لاډیره بربنډه کړه، موږ لا پخوا په ځلونو ويلي و چې دا  کسان امریکايي اجرتي مامورین دي چې د څو ډالرو او امریکايي اعتبار ورکولو لپاره  له امریکا راوستل شوي، په افغاني جامه کې زموږ په ملت تپل شوي او اهداف يې هغه امریکايي ګټې ساتل دي چې په افغانستان او سیمه کې يي لري، نن هغه ده ډيره ښه روښانه شوه چې د اشرف غني په نامه د کابل ادارې د نوي مشر لخوا بې له دې چې له امریکا سره د امنيتي تړون اوافغان مسلمان  ولس د غوښتنو ترمنځ د خپل مسئوليت په دايره کې فرصت ولري او سنجونه وکړي، دهیواد دننه او دباندي حساسیتو نه درک کړي ، په دې اړه د هېواد د ديني عالمانو،مجاهدینو او نورو متعهدو قشرونو غږ واوري، په مورد يې  الهي ارشادات  په نظر کې وساتي، دملت اوږد مهاله ګټې، وقار، عزت، اسلامي ارزښتونه او ددې وياړلۍ ولس د آزادۍ غوښتنې پخه  او نه بدلیدونکي روحيه په نظر کې ونيسي،  داده له امریکا سره يې د هغو ديو مامور په حيث د هيواد پلورنې رسمي سند لاسلیک کړ.

موږ د ارګ د نویو چارواکو دا عمل د شرم او افسوس وړ بولو، دوی په دې عمل سره  له خپل دین، خپل اولس،  تاریخ او خپل هیواد سره نه هیریدونکې جفاء وکړه، دوی د خپلو آني سیاسي ګټو لپاره د موجود بحران تمدید ته زمینه برابره کړه، دسولي په نامه غولونکی ږغ یې  دلا رسوایي سره مخ کړ،  نور نو افغانان په دې پوه شوي چي ددوی دسولي نارې سورې، هسي دولس تیر ایستل دي اوبس ، هغه کافر متجاوز دښمن چې له هیواده په تیښته وو، دوی ورته  د لا میشتیدو فرصت  ورکړ.

 موږ باور لرو چې دغه ډول کاغذي اسناد به زموږ  اولس له مقدس جهاده راونه ګرځوي او نه به په روان جهاد کوم اغیز وکړي، موږ یوځل بیا د اشغال په اړه خپل دریځ روښانه کوو او هغه داچې د مسلمانانو په خاوره کې د کفري مسلحولښکرو د پوځي تاسیساتو او استخباراتي شبکوموجودیت، د مسلمان وطن په ځمکه او هوا د هغوی برلاسي له ټولو دیني، ملي او انساني اصولو سره په ټکر کې دي، موږ الله تعالی دیني اصولو ته په متعهد ژوند تیرولو مامور کړي یو، نوځکه به هیڅکله دا ونه منو چې دکفري پوځونو په شتون کې له خپلې جهادي داعیې پر شا شو.

موږ په داسې حال کې چې دغه امریکايي سند دخپل مسلمان، آزاد، سرلوړي او مجاهد ملت په نمايندګۍ ردوو، دهيڅ اعتبار وړ يي نه بولو او هيڅ افغان تبعه یي منلو ته ژمن نه بولو، په امریکا او غلامانو يي غږ کوو چې موږ به ستاسو په وړاندې پيل شوی مقدس جهاد او د آزادۍ مبارزه ترهغو جاري ساتو ترڅو مو چې هيواد په بشپړ ډول له امریکايي وحشي منګولو نه وي را ايستلي، يو مستحکم اسلامي حاکميت مو نه وي اعاده کړي او خپل ولس ته مو بیاهم تاریخي وياړ نه وي ور په برخه کړي.

په دې هدف کې له موږ سره ټول ولس مل دی، زموږ جهاد د الله تعالی په نصرت او دخپل ملت په بې دريغه قربانيو سره روان دی او دافغانستان آزادي، داسلامي حاکميت مينځته راتلل او د  نا اهلو غلامانو مجازات د هر با ضمیره افغان هدف او موخه ده، داسې جعلي سندونه به زموږ د ولس د روا جهاد او مقاومت مخه په هيڅ ډول هم ونه شي نيولی او لکه نورې امریکايي دسيسې او استراتيژۍ دغه  وروستۍ  هغه به يي هم له نامرادۍ  او ناکامۍ سره مخ وي.

ددې تر څنګ چي دتړون لاسلیکونکي او حمایه کونکي به دتاریخي غلامانو په نوم  دافغانانو په تاریخ اوذهنو نو کي ثبت کړل شي، زموږ ملت هوډمند دی چې دفرصتونو په راتګ سره به د امریکا سره د تړون لاسلیکونوغلامانو ته  هم دشرعي محکمې او پريکړې سره سم هغه جزا ورکوي چې دلته يي پخوانيو غلامانوته ورکړې ده. ان شاءالله

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۵/۱۲/۶هـ ق

۱۳۹۳/۷/۸هـ ش ــ 2014/9/30م