JustPaste.it

د هېواد په لر او برکې په انتخاباتي مراکزو ترغرمې  ۱۲ بجو ۲۴۶بریدونه ترسره شوي، اکثره انتخاباتي مراکز تړل شوي دي

په ټول هيواد کې د انتخاباتو د جعلي پروسې دمختل کول لپاره  د اسلامي امارت د مجاهدینو پراخ عملیات او بریدونه دوام لري.

هغه عملیات چې نن د هيواد په بیلابیلو سیمو، د ولایاتوپه مراکزو، ولسواليو، کلیو او اطرافو کې د انتخاباتي مراکزو او د مزدور دښمن په پوستو او کمربندونو باندي روان دي، تر نن غرمې ۱۲ بجوپورې ټول ټال(۲۴۶) دوه سوه او شپږ څلويښت بریدونه ترسره شوي چې د اکثرو بریدینو له امله انتخاباتي پروسه مختل شوي، مراکز تړل شوي او د دښمن ټول پلانونه شنډ کړل شوي دي، د اسلامي امارت مجاهدين د هيواد په ګڼو سیمو کې په حالاتو کنټرول لري او د انتخاباتي جعلي او نمايشي پروسې بهیر کاملا ګډوډ او د ځينو لویو ښارونوپه مزدحمو سيمو پورې محدود پاتې شوی دی.

د دښمن لخوا هغه ادعا چې وايي تر اوسه امنيتي پيښه نشته او یا د حالاتو دکنټرول لپاره بهرنيو ځواکونوته اړتيا نه ده پيښه شوي کاملا غلطه ده او له شته حقايقو سره ښکاره توپير لري،په ځينو ځايونوکې هوايي بریدونه شوي او په ډيرو ځايونوکې له امریکايي عسکرو سره نښتې روانې دي، د دښمن د ضعف او کمزوۍ بل دليل داده چې درسنیو د ادعا په اساس نن د انتخاباتو په اصطلاح دکميسیون لخوا په رسنيو بنديز لګول شوې چې دمجاهدينو د بریدونو په اړه به معلومات نه خپروي.

د پيښو تفصيلات :

https://twitter.com/zabihmujahid

http://alemara1.org/index.php/news

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی

۱۴۳۵/۶/۵هـ ق

۱۳۹۳/۱/۱۶هـ ش ــ 2014/4/5م