JustPaste.it

د فلسطین د اسلامي غورځنگ (حماس) د سیاسي مشر دوکتور إسماعيل هنية د شهادت په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

قال الله تعالی :

اعوذ بالله من الشيطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحيم

مِنَ المُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا. (الاحزاب ۲۳ اية) صدق الله العظيم.

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې تیره شپه د فلسطین د اسلامي غورځنگ او مقاومت (حماس) سیاسي مشر دوکتور إسماعيل هنية په تهران کې په یوه برید کې په د شهادت ورسید.

انالله و اناالیه راجعون

شهید اسماعیل هنیة یو مسلمان، هوښیار او مدبر فسلطنی مشر و، هغه په بریالي مبارزه او جهاد کې سترې قربانۍ ورکړې او دادی په همدې لاره کې یې خپل نذر پوره کړ.

شهادت د یو مسلمان او مجاهد لپاره ستره بریا ده، هغه بریالی شوی او خپلو لارویانوته یې د مقاومت، ایثار، صبر، زغم، مبارزې او په همدې لاره کې د عملي قربانیو درس پریښود.

د نوموړي د شهادت له امله د هغه دردېدلې مجاهدې کورنۍ، د حماس مشرتابه او په سنگر کې د صهیونستي یرغلگرو په وړاندې مرابطینو مجاهدینو ته تسلیت وایو.

شهید هنیة ته له الله تعالی څخه د جنة الفردوس، کورنۍ او ټولو مجاهدینوته یې د جمیل صبر دعا کوو.

په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د فلسطين له سپېڅلي خاورې د حماس اسلامي غورځنگ دفاع اسلامي او انساني وجيبه گڼي، او د يرغلگر صهيونيستي رژيم وحشتونه، بمبارونه او د فلسطیني مسلمانانو نسل وژنه په کلکو ټکو غندي او بشري جنايت يې بولي، د دغه ستر مجاهد شهادت د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره لویه ضایعه بولي.

د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا له اغېزناکو لوريو په ځانگړې توگه اسلامي او عربي نړۍ څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې په سیمه کې د صهیونیستي یرغل او وحشتونو په مخنیوي کې خپله ټوله هڅه وکړي.

د صهيونيستي رژيم د جنایتونو دوام به له شک پرته سیمه او د سیمې هېوادونه لا بې‌ثباته کړي، چې د هر ډول ناخوالو او بدو پایلو پړه به بیا د یرغلگرو صهيونيستانو او د دوی د ملاتړو پر غاړه وي.

د افغانستان اسلامي امارت

۲۵/۱/۱۴۴۶هـ ق

۱۰/۵/۱۴۰۳هـ ش ــ 2024/7/31 م 

 

shhydhnt1.jpg