JustPaste.it

په فلسطین کې د غزې په تړانګه د وحشیانه بمبارونو او بندیزونو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

دا څو ورځې کیږي چې د غاصبو اسرائیلو لخوا د فلسطین په مظلوم او بیچاره ولس خورا سخت وحشیانه بمبارونه او بریدونه روان دي، زرګونه خلک بې کوره شوي او لا هم ورته ویل شوي چې تر یو میلیون زیات فلسطینیان باید خپل کورنه پریږدي، سلګونه ښځې، ماشومان او سپين ږیري شهیدان شوي او زیات کورونه نړول شوي دي.

همدا ډول د غاصبو اسرائیلو لخوا پر غزه باندې د بندیزونو کړی هم تنګه شوې او د اسرائیلي مشرانو  لخوا په رسمي ډول اعلان شوی چې خوراکي توکي، اوبه، دوا او تیل چې ټول اړین او اولیه انساني مواد دي، یوبه هم غزې ته نه پريښودل کیږي.

اسلامي امارت دغه ستر انساني وحشت په تر ټولو کلکو ټکو غندي.

یوځل بیا خپله خواخوږي او ملاتړ د فلسطین له مظلوم ولس څخه اعلانوي او له نورې اسلامۍ نړۍ څخه هم غواړي چې د مظلومو فلسطینیانو لاس نیوی وکړي او په دې ستر الهي امتحان کې بې تفاوته پاته نشي.

همدا ډول هغه هیوادونه او سازمانونه چې په نورو مستقلو هېوادونو کې د مداخلو لپاره د انساني او بشري حقوقو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د حقوقو له موضوع څخه استفاده کوي، هغوی نن ولی د  وحشت سره مخ فلسطیني ښځو، نارینه و او ماشومانو په ښکاره حق تلفیو او مظلومیت خاموشه دي او یا هم د غاصبینو ملاتړ کوي؟

له دې څخه څرنګدیږي چې په حقیقت کې د دوی لپاره د بشري حقوقو موضوع ارزښت نه لري، بلکې دا شعار صرف هغه وخت کارول کیږي چې د دوی شومې سیاسي او استخباراتي موخې پورې وتړل شي، کنه نو د فلسطین انسان (ماشوم، ښځې او سپين ږیري ) بشر نه دي؟

په دې موضوع کې د ملګرو ملتونو د سازمان او د امنیت د شورا حیثیت او مؤثریت هم ټولې انساني ټولنې ته جوتیږي.

د غزې تړانګې له شمالي سیمو څخه د څه د پاسه ۱.۲ میلیونه فلسطینیانو د جبري بې‌ځایه کېدو هڅه او د فلسطیني سیمو پلان شوی الحاق یو جنګي جنایت دی او په دې اړه د نړيوالو جوړښتونو غير مؤثر دريځ د اوسني نړیوال نظم بې‌سابقې ناکامي ښيي.

د افغانستان اسلامي امارت په ټوله نړۍ خصوصا په اسلامي هیوادونو او د اسلامي همکاریو په سازمان غږ کوي چې د فلسطین قضيې ته هرڅه ژر رسیدګي وشي، او د اسرائیلو د وحشت او بې مهاره اقداماتو مخه هرڅه ژر ونیول شي، کنه نو هلته د روانو حالاتو په نتیجه کې د هر ډول انساني ناورین مسئولیت به د ټولو په غاړه وي. والسلام

د افغانستان اسلامي امارت

۲۹/۳/۱۴۴۵هـ ق

۲۲/۷/۱۴۰۲هـ ش ــ 2023/10/14م