JustPaste.it

د نیکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله تعالی  د مبارکۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

الله أکبر الله أکبر، لا إله إلا الله والله أکبر، الله أکبر ولله الحمد

الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله. صلوات الله تعالی و سلامه علیه و علی آله و أصحابه أجمعین.

اما بعد: فقد قال الله عز وجل:

ــــ  قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّـهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿١٦٢﴾ الانعام   

ترجمه:  ووايه چې يقينا زما لمونځ او زما قرباني او (بالآخره) زما ژوند او زما مرګ خاص الله جل جلاله لره دی چې د ټولو عالمونو پالونکی دی(عزيز التفاسير، جلد۴، ص: ۴۰۳).  

ـــ  وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ ۚ ... وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوٓا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۹۶]

ترجمه: او پوره اداکړئ حج او عمره خاص الله جل جلاله لره ....  او وېرېږئ له  الله جل جلاله څخه ، اوپوهه شئ چي بېشکه الله جل جلاله ډېر سخت عذاب ورکوونکی دی . ( تفسیر کابلی جلد ۱ ، ص : ۱۶۳-۱۶۶ ).

ــ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رضی الله تعالی عنه  قَالَ : ضَحَّى رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- بِكَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ أَقْرَنَيْنِ ذَبَحَهُمَا بِيَدِهِ وسَمّى وَكَبّر قال: رَأَيْتُهُ وَاضِعًا قَدَمَهُ عَلَى صِفَاحِهِمَا وَيَقُولُ بسم الله والله اکبر، متفق عليه.

ترجمه: له حضرت انس رضي الله تعالی عنه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوو ښکرونو والا پسونو

(چې د هغه ښکرونه اوږده وه يا دا چې ښکرونه يې مات نه و) او کمر (برګ يعني د تور او سپين رنګ وو) قرباني وکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم بسم الله والله اکبر ويلو سره پخپل لاس مبارک سره هغه ذبح کړه، حضرت انس رضی الله عنه فرمايي چې ما وليدل چې رسول الله د هغه په اړخ يا په غاړه باندې پښه مبارکه ايښې وه او بسم الله والله اکبر يې ويلې (بخاري او مسلم.

خلاصه داچې رسول الله صلی الله علیه وسلم  په  دوه برګو او ښکرورو پسونو سره قرباني وکړه، هغه يې پخپل لاس ذبح کړل، بسم الله يې وویله او تکبیر يې ووایه او خپله پښه يې د هغو په اړخو ايښې وه.

ــ عَنْ عَائِشَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « مَا عَمِلَ آدَمِىٌّ مِنْ عَمَلٍ يَوْمَ النَّحْرِ أَحَبَّ إِلَى اللَّهِ مِنْ إِهْرَاقِ الدَّمِ إِنَّهَا لَتَأْتِى يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِقُرُونِهَا وَأَشْعَارِهَا وَأَظْلاَفِهَا وَإِنَّ الدَّمَ لَيَقَعُ مِنَ اللَّهِ بِمَكَانٍ قَبْلَ أَنْ يَقَعَ مِنَ الأَرْضِ فَطِيبُوا بِهَا نَفْسًا» مشکوة جلد ۱ ، ص ۱۲۸     

ترجمه: بي بي عائشه  رضي الله تعالی عنها فرمایي: چې رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل:  

د ابن ادم د نحر (د قربانی کولو د ورځې) داسې هېڅ عمل نشته چې د الله جل جلاله په نزد د ويني بهولو (قرباني) کولو څخه زيات محبوب وي، او (د قربانی) هغه ذبح شوی حيوان به د قيامت په ورځ د خپلو ښکرونو، وېښتانو نوکونو ( ښنګريو ) سره راشي او د قربانی وينه مخکي د دې څخه چي په ځمکه تویې شي (يعني د ذبح کولو د ارادې په وخت) په بارګاه الهي کي قبليږي نو تاسو د دې په وجه (يعني قرباني کولو سره) خپل نفس خوشحاله کړئ.

 

د افغانستان مؤمن او مجاهد ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

له هر څه د مخه تاسې ټولو ته د لوی اختر مبارکي وایم. الله تعالی مو قربانۍ، صدقات، حجونه او ټول حسنه اعمال قبول کړه.

دا چې د عبادت او قربانۍ دغه ورځي پر موږ  په داسې حال کې راځي چې د شرعي نظام او سرتاسري امن څخه برخمن یو، نو ټول باید د الله تعالی شکر اداء کړو تر څو د لا نورو الهي نعمتونو مستحق وګرځو.

لله الحمد د اسلامي امارت په راتلو سره په ټول افغانستان شرعي نظام حاکم شوی دی، مقدس اسلامي شریعت تطبیق دی، د دیني شعائرو د لوړتیا او د یني مراکزو د پراختیا ترقي او تقویې لپاره مهم اقدامات شوي دي، دا ټول هغه اهداف او ارزښتونه دي چې د ترلاسه کولو لپاره یې زموږ ایماندارو خلکو اوږدې مبارزې کړې او لویې قربانۍ یې ورکړې دي.

په وطن کې مو اسلامي ورور ولي او یووالی ټینګ شوی، عامه شتمنۍ مو لکه  معادن،  ځمکې، ځنګلونه او نور ملکیتونه د بیت المال په حیث خوندي دي.

د اسلامي امارت په حاکمیت سره د ټولو اتباعو شرعي حقوق تأمین او محفوظ دي، هيڅوک پر چا ظلم او تیری نشي کولای، د ظلم مخه نیول کیږي او د مظلوم د حق پوښتنه کیږي. 

د شرعي محاکمو په فعالیت سره سپیڅلی شریعت پلی شوی دی، دغه راز د امربالمعروف او نهی عن المنکر لویه فریضه عملا ترسره کیږي. په دې برخه کي د شرعي اصولو سره سم د ټولنې د اصلاح په مقصد اقدامات ترسره کیږي . 

اود الله جل جلاله په نصرت او فضل سره د اسلامي امارت د حکیمانه اقداماتو، اخلاص او شفافیت په برکت د بیارغونې، زراعت، آبیاري، سرک سازي، معادنو د استخراج او نورو برخو کې مهم ګامونه اخیستل شوي او لا تر لاس لاندې دي.

اسلامي امارت په اقتصادي برخه کې د لا نور پرمختګ او د خپلوخلکو د اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو په مقصد پر ټولو سرمایه دارانو او تجارانو یوځل بیا هم غږ کوي، چې په بیلابیلو برخو کې سرمایه ګذارۍ وکړي او د افغانستان د پرمختګ او ترقۍ په برخه کې خپل مسئولیت اداء کړي.

اسلامي امارت د دوی امنیت او د ټولو حقوقو رعایت ته ژمن دی او ټولې امارتي ادارې مکلفیت لري، چې د افغانستان د ښیرازۍ او اقتصادي پرمختګ په برخه کې سرمایه ګذارانو ته لازم سهولتونه ایجاد کړي او په دې برخه کې د هغوی غوښتنوته توجه او رسیدګي وکړي.

اسلامي امارت د یتیمانو، کونډو، معلولینو او مسکینانو د حقوقو تأمین او مرستې ته کلکه ژمنتیا لري، دغه راز په شتمنو افغانانو غږ کوو چې بې وزله خلک  اویتیمان هیر نه کړي، د هغوی پالنې، او مرستې ته پوره توجه وکړي.

د سوالګرو کسانو له سوال څخه د راګرځولو په برخه کې د پام وړ اقدامات شوي دي او زرګونو سوالګرو ته چې اړمن تثبیت شوي، د اسلامي امارت لخوا مرستې ورکول کیږي.

اسلامي امارت د ټولې نړۍ په ځانګړي توګه له اسلامي ملکونو سره د شریعت په چوکاټ کي سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي ، او په دې برخه کې يې خپل مکلفیت ادا کړی دی.

د اسلامي امارت مسئولینوته مې توصیه دا ده چې د خپل مسئولیت په ټولو برخو کې د خلکو د خدمت، امنیت او هوساینې لپاره خپل مکلفیتونه په جدیت سره سرته ورسوي. خپلې دروازې د ولس پر مخ خلاصې کړي ، کارونه یې په احسنه او عاجله طریقه اجراء کړي، له خلکو سره هیڅکله داسې چلند ونه وکړي، چې خلک ځانونه  له تاسو پردي وبولي.

امنیتي مسؤلینو ته مې هدایت دی چې په ځانګړي ډول  د اختر په ورځو کې د خپلو خلکو هوساینې، خدمت او خوندیتوب ته پوره توجه وکړي، د خوشحالۍ او ارامۍ لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي، د شهیدانو، معلولينو او يتیمانو د کورنیو پوښتنه وکړي او د خپل توان په اندازه ورسره کومک وکړئ.

 

محترمو وروڼو !

زموږ او ستاسو مشترک مسئولیت جوړیږي چې د خپل شرعي نظام ساتنه، پالنه او خدمت وکړو، دا نظام د ډیرو شهیدانو د وینو په قیمت  د مجاهدینو اومخلصو مسلمانانو په خورا سترو ستړیاوو او قربانیو لاسته راغلی، راځئ چې د ساتنې لپاره يې هم ټول په اتفاق او اخلاص ودریږو، لکه وروڼه د یو او بل ترڅنګ پاتې شو، د دښمنانو ټولې دسیسې شنډې کړو، د امنیت، سوکالۍ، آبادۍ او د حاکم شرعي نظام قدر وکړو او د لا پیاوړتیا لپاره يې لاس په کار واوسو.

الحمدلله، سږ کال بیا له افغانستان څخه تر دېرش زره پورې حاجیان د حج د سترې فریضې د اداء کولو لپاره بیت الله شریف ته تللي، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او نورو  امارتي مسؤلینو لخوا یې په پوره اهتمام سره خدمت کیږي او ټول لازم سهولتونه ورته په پام کې نیول شوي دي. حرمینو شریفینو ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلیو حجاجوکرامو څخه هیله کوم چې، د ټول اسلامي امت، او بالخصوص د فسلطین مظلومو مسلمانانو او زموږ د ځورېدلو خلکو لپاره دعاګانې وکړي، تر څو یې الله تعالی له دنیوي او اخروي سعادت او سرلوړۍ څخه برخمن کړي.

په دا وروستیو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو او سیمو کې د سیلابونو، بارانونو او نورو آفتونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه سخت خواشیني یو.

د ټولو غم ځپلو افغانانو سره  د زړه له کومې تسلیت شریکوو، په پيښو کې شهیدانوته جنة الفردوس، ټپيانوته کامله او عاجله شفا او غم ځپلو کورنیوته د زړه صبر او اجر غواړو .

الحمدلله د اسلامي امارت ټولو اړوندو ادارو او مجاهدینو د مصیبت ځپلو په نجات اوخدمت کې حتی الامکان کومک کړی دي او لاهم بوخت دي، ورسره له تجارانو، توانمندو او عامو افغانانو څخه هم غواړم چې د خپلو امکاناتو سره سم  د مصیبت ځپلو افغانانو غم او درد ته رسېدنه وکړي، د هغو څخه  هیڅ ډول مالي او معنوي کومک دریغ نه کړي.

دا چې د اسلامي امارت اړوندو ادارو، وزارتونو او مجاهدینو له ګاونډيو هېوادونو څخه د جبري اخراج شوو مهاجرینو په خدمت کې د تثبیت، ټرانسپورت، صحت او داسې نورو برخو کې کومکونه کړي، لا هم بوخت دي او هغوی ته یې د ځمکو د ویش تصمیم نیولی، له تجارانو، توانمندو(بډایانو) او عامو افغانانو څخه هم غواړو چې د خپلو، خپلو امکاناتو په چوکاټ کې له مهاجرینو وروڼو څخه حمایت وکړي او خپل کومکونه ورڅخه دريغ نه کړي.

د اختر په شپو ورځو کې د بې سرپنا شوو کورنیو حال واخلي او هغوی د اختر په خوشحالۍ کې ځان سره شریک کړي.

د فلسطين په  غزه او نورو سیمو کې په مېرمنو، ماشومانو او مظلومو مسلمانانو د اسرائیلي صهونیستانو بریدونه او ظلمونه یوځل بیا په سختو الفاظو بدبولو ( غندو ) او له نورو ملکونو څخه هم غواړو چې د دې سترجنايت او وحشي مظالمو د مخنيوي په برابر په سمه توګه خپل مکلفيت ادا کړي.

په پای کې یو ځل بیا ټولو مؤمنو او شریفو خلکو ته د لوی اختر مبارکي وایم. الله تعالی دې وکړي چې د تل لپاره خپل اخترونه همداسې د بشپړې خپلواکۍ او اسلامي نظام په سیوري کې په امن او خوشحالۍ ولمانځو. والسلام

امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده

۷/۱۲/۱۴۴۵ هـ ق

۲۵/۳/۱۴۰۳هـ ش ــ 2024/6/14م 

 

pashto1.jpg