په هرات کې اسماعیل خان له خپلو ټولو پلویانواوعسکرو سره له اسلامي امارت سره یوځای شول
د هرات ولایت له فتحې څخه وروسته د هرات مشهور قومندان محمد اسماعیل خان، د کابل ادارې د کورنیو چارو وزارت معین عبدالرحمن الرحمان، د کابل ادارې د هرات د ظفر قول اردو قومندان، د هرات والي پاسوال عبدالصبور قانع، د ملي امنیت رئیس حسب صدیقي له زرګونو عسکرو او پلویانو سره له اسلامي امارت سره یوځای شول.
د اسلامي امارت د هرات والي او په هرات کې د ارشاد او دعوت د ولایتي مسئولینو لخوا هرکلی ورته وویل شو، ټولوته د امنیت او آبرومندانه ژوند ډاډ ورکړل شو.
قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۴/۱/۱۴۴۳هـ ق
۲۲/۵/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/8/13م