JustPaste.it

د ملګرو ملتو د امنیت شورا د راپور په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

دا چې  د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو راپور  خپور کړی او  په افغانستان کې د بهرنیو  مسلحو افرادو په اړه په کې ناسمې څرګندونې شوې، موږ يې په اړه لاندې غبرګون ښیو.

ــ دا ادعا هيڅ حقیقت نه لري چې په افغانستان کې له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې د القاعدې اړوند بهرني اتباع لاهم شتون لري، ځکه وروسته له هغه چې په افغانستان د امریکا لخوا تجاوز وشو او لویه جګړه پيل شوه، د بهرنیو مسلحو افرادو لپاره دلته د شتون او اوسیدو امکان له منځه لاړ، او کله چې په عربي هیوادونو کې ستر تحولات راغلل د القاعدې اړوند افرادو لپاره  پخپلو هېوادونو کې د امن سیمې پيدا شوې او ټول زموږ له هیواد څخه خپلو هیوادونو ته ستانه شول.

ــ دا ادعا چې ګنې د داعش اړوند افراد په شمالي ولایتونو کې شتون لري او مراکز يې جوړ کړي، هم حقیقت نه لري، ځکه د اسلامي امارت لخوا له داعشیانو سره خورا سترې جګړې تیرې شوې او زموږ تر ولکې لاندې له ټولو سیمو څخه هغوی شړل شوي دي، البته د کابل ادارې تر واک لاندې ښاریاتو کې ممکن هغه داعشي ملیشې وجود ولري چې زموږ سره د جګړو په مهال د کابل له ادارې سره یوځای شوي او د کابل ادارې د استخباراتو لخوا په خپلو میلمستونونو کې ځایونه ورته برابر شوي دي.

ـــ دا خبره هم هيڅ واقعیت نه لري چې د اسلامي امارت ځينې افراد دې ناراضه شوي وي او له داعش سره دې یوځای شوي وي.

ځکه موږ ثابته کړې چې د اسلامي امارت صف واحد او یو موټی صف دی، هيڅ فرد يې تر اوسه بغاوت نه دی کړی او داسې هيڅ بیلګه نشي ښودل کیدای چې څوک دې د اسلامي امارت د رهبرۍ څخه اطاعت ونه لري او یادې بلې ډلې ته ورغلی وي.

پورته دریواړه غلط معلومات او دې ته ورته پروپاګند د کابل ادارې د استخباراتي حلقو لخوا د امینت شورا غړو هیوادونو ته ورکول کیږي او لوی مقصد يې هم دادی چې بې باورۍ رامنځته کړي، تشویشونه ایجاد کړي، د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ ترسره کړي تړون ته زیان ورسوي او د سولي پروسه تخریب کړي.

اسلامي امارت له امریکا سره لاسلیک کړي تړون ته ژمن دی، هيچاته به اجازه ورنه کړي چې زموږ له خاورې څخه د امریکا او متحدینو  د امنیت په ضد استفاده وکړي او یا دلته ټرینینګ سنټرونه جوړ کړي اویاهم بسپنه راټوله او د جګړو د دوام لپاره بهانې جوړي کړي.

خو د امنیت شورا غړي هیوادونه هم باید په دې اړه د استخباراتي غلطو معلوماتو قرباني نشي او د دښمنو او سولي مخالفو کړیو چې په افغانستان کې د جګړې دوام او د امریکا او متحدینو په جګړه کې ښکیل پاتې کیدل غواړي ناسمو راپورونوته اهمیت ورنه کړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۵/۱۲/۱۴۴۱هـ ق

۵/۵/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/7/26م