JustPaste.it

د اسلامي امارت پلاوي د ایران پاکستان او افغانستان له پاره د هند له ځانګړي استازي سره وکتل

نن په ماسکو کي د افغانستان اسلامي امارت د رئيس الوزرا مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي  په مشرۍ لوړپوړي پلاوي د مسکو فارمټ ناستې په څنډه کې افغانستان، پاکستان او ایران لپاره د هند له ځانګړي مسوول ښاغلي جې پي سینګ او ورسره پلاوي سره وکتل. دواړو لوريو اړینه و ګڼله چي د يوه او بل اندېښنې به په پام کې نيسي، دیپلوماتیکي او اقتصادي اړیکي به رغوي. هندي لوري په پای کې تياری وښود چې افغانانو سره به په پراخه کچه بشري مرستې وکړي.

ذبيح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی

۱۴۴۳/۳/۱۴ھ ق

۱۴۰۰/۷/۲۸ھ ش2021/10/20 م