JustPaste.it

د  ا سلامي امارت د ریاسة الوزرا سیاسي مرستیال د ترکیې له سفیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاسة الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي صاحب عبدالکبیر نن غرمه په افغانستان کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګین سره وکتل. په دغه کتنه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه ، د ترکیې سفیر وویل، موږ د سرې میاشتې له لورې افغان کډوالو او بېځایه شویو ته مرستې رسولې او د مرستو یاده لړۍ لا هم دوام لري.

نوموړي د تیکا مؤسسې د فعالیتونو د دوام په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال وویل، ترکیه له کرنې وزارت سره د اصلاح شوي تخم مرسته کوي؛ همداراز  به په کندهار او هرات  ولایتونو او کجکي ولسوالۍ کې د هغو عمراني پروژو کار چې ترکیه یې تمویلوي، دوام وکړي. د ترکیې سفیر څرګنده کړه، د ترکيې پانګوال په افغانستان کې د پانګونې لېواله دي چې یو شمېر به یې په راتلونکي اوونۍ کې افغانستان ته سفر وکړي. د اسلامي امارت د ریاسة الوزرا سیاسي مرستیال محترم  مولوي  صاحب عبدالکبیر  د افغانستان او ترکیې مناسبات لرغوني او دوستانه وبلل او زیاته یې  کړه، چې  ترکیه تل د متحد افغانستان غوښتونکې ده.

هغه زیاته کړه، افغانستان د ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول د ترکیې مرستو او همکاریو ته اړ دی او موږ غواړو ترکیه په افغانستان  کې لا زیاته پانګونه وکړي. مولوي صاحب  عبدالکبیر په افغانستان کې د تیکا موسسې فعالیتونه وستایل او د دغه بنسټ د لازیاتې مرستې غوښتونکی شو او زیاته یې کړه،  هغه ښځې چې په بېلابېلو ادارو لکه پاسپورټ ریاست، هوایي ډګر او د روغتیا سکتور په برخو او په اکثره ولایتونو کې  د نجونو په ښوونځیو کې کار کوي، فعالې دي. دغه راز به د نوې تعلیمي طرحې په بشپړولو سره په راتلونکي کال کې په ټول هیواد کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۲۲/۴/۱۴۴۳هـ ق

۵/۹/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/11/27م