JustPaste.it

په څلورسوه بستریز روغتون د داعشیانو برید ناکام شو، ۵ داعشیان له منځه لاړل

د داعش فتنه ګرې ډلې لخوا نن له غرمې مخکې د کابل پنځلسمې حوزې اړوند په څلورسوه بستریز روغتون د برید پلان خنثی کړل شو.

داعشي فتنه ګرو غوښتل چې په روغتون کې ملکي خلک، ډاکتران او مریضان په نښه کړي، خو لله الحمد مخکې له دې چې هدف ته ورسیږي د اسلامي امارت د ويښو ځواکونو لخوا یو یو په نښه او له پښو وغورځول شول.

برید د پنځلسو دقیقو په منځ کې کابو کړل شو، داعشي ملیشې د روغتون په دروازه او صحن کې ووژل شول.

د روغتون دننه چاته زیان ندی اوښتی، خو له روغتون څخه بهر ۳ ښځې ۱ ماشوم او ۳ تنه مجاهدین شهیدان شول ۵ نفره نور ټپيان شوي دي.

د روغتون د تصفې لپاره د اسلامي امارت د هوايي ځواک له هلیکوپترو څخه هم استفاده وشوه چې د روغتون په سرباندې يې ځانګړي ځواکونه دیسانت کړل او روغتون يې وپلاټه.

خو لله الحمد په روغتون کې دننه داعشیانو شتون نه درلود بلکې ټول په لومړۍ وهله کې له منځه وړل شوي وو.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۲۶/۳/۱۴۴۳هـ ق

۱۱/۸/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/11/2م