JustPaste.it

په کابل کې د دفاع وزارت د لوجستیک او انجینرینګ برخې تر فدايي بریدونو لاندې ونیول شوې

نن سهار شاخوا اته نیمې بجې د کابل ښار دوهمې حوزې اړوند د کابل ادارې د دفاع وزارت د لوجستيک او انجینرینګ مرکزونه تر فدایی بریدونو لاندې راغلل.

لومړی د یوه موټرپه وسیله د دفاع وزارت  د یادو څانګو په مخ کې پراته موانع لرې شول او ودانیوته يې هم سخت زیان واوښت، وروسته ګڼ شمیر فدایي مجاهدین د دفاع وزارت د غې برخې ته داخل شول او هلته يې په میشتو، افسرانو، عسکرو او اړوندو کسانو باندې مرګوني ګوزارونه پيل کړل.

د لومړنیو راپورونو په اساس تراوسه پورې لسګونه تنه د دفاع وزارت اړوند افسران او عسکر وژل شوي، او لاهم تر بریدونو لاندې دي.

داچې لومړنۍ چاودنه ډيره ستره وه، په ځينو برخو کې د ودانیو شیشې ماتې کړي چې له امله يې یو شمیر ملکي خلکوته هم سطحي زیانونو اوښتي دي.

خو د برید هدف ملکي خلک نه، بلکې د دفاع وزارت اړوند څانګې وي، چې موټربم او مجاهدین هغو خپلو اهدافو ته رسیدلي دي.

بریدونه لا هم روان دي، نور جزئيات به بیا شریک کړو.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۲۸/۱۰/۱۴۴۰هـ ق

۱۰/۴/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/7/1م