JustPaste.it

کابل ښار ته د مجاهدینو د داخلیدو د اړتیا په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

اسلامي امارت سهار یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې راغلي وو، زموږ ځواکونه له کابل څخه د باندې دي او موږ نه غواړو له نظامي لارې کابل ته داخل شو.

خو اوس راپورونه رارسیږي چې د کابل  په ښار کې حوزې تخلیه شوې دي، پولیسو د امنیت ساتلو دنده پریښې ده، همدا ډول وزارت خانې هم تخلیه شوې دي، او د کابل ادارې امنیتي کسان تښتیدلي دي.

نو د دې لپاره چې خدای مه کړه په کابل کې عام چور او تالان ګډ نشي، سوء استفاده کونکي افراد خلکوته ضرر او صدمه ونه رسوي، اسلامي امارت خپلو ځواکونوته امر وکړ چې د کابل هغو ساحوته داخل شي له کومو څخه چې دښمن تللی او سیمې د چور او تالان له خطر سره مخ دي.

بناء د کابل ښاریان دې له مجاهدینو څخه هيڅ ویره نه محسوسوي، زموږ ځواکونه به په ډير آرام سره د کابل ښار ته داخلیږي، له هیچا سره کار نه لري، حکومتي نظامي او ملکي کارونکي دې ډاډه اوسي چې هيڅوک په هغوی کارنه لري، هيچ مجاهد ته اجازه نشته چې د چا کورته داخل شي، یا څوک وځوروي او یا د چا د آزار او اذیت سبب شي.

د افغانستان اسلامي امارت

۶/۱/۱۴۴۳هـ ق

۲۴/۵/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/8/15م