له جوزجان څخه د داعش د ماتې وروستي جزئيات:
د الخندق عملیاتو په دښمن ځپونکې جریان کې له تیرو ۲۴ وروسته راهیسې د جوزجان ولایت د قوشتيپې او درزاب ولسوالیو په مربوطاتو کې د داعشي راټوکیدلي فتنې په وړاندې د اسلامي امارت د نظامي قطعاتو پریکنده عملیات روان ول.
داچې امریکايي اشغالګرو له داعشیانو څخه وخت په وخت دفاع کوله، مجاهدین د امریکايانو له هوايي حملو سره سره بیا هم په خورا محتاط ډول پرمخ تلل.
د عملیاتو په ۲۴ ورځني جریان کې نن سهار د قوشتپې ولسوالۍ د قریه مغل او د درزاب ولسوالۍ د سردرې په فتحه سره ټولې سیمې له داعیشي ملیشو څخه ونیول شوې او په ټول شمال کې د دغو فتنه ګرو وروسته جرړه ووته.
د داعش تلفات:
په تیرو ۲۴ ورځو کې د مجاهدینو لخوا ټول ټال ۹۲ تنه داعیشي ملیشي وژل شوي، ۵۱ تنه ټپيان شوي، ۱۲۸ تنه يې د مجاهدینو لخوا ژوندي نیول شوي دي.
همدا ډول د داعیش د مشر حبیب الرحمن رهبر، مفتي نعمت او د ارتباطاتو مسئول داملا صبغت الله په ګډون ۲۱۶ تنو داعشیانو د کابل ادارې ته پنا وروړي چې د کابل ادارې استخباراتو هم د خپل مخکني پلان په اساس د نجات لپاره سیمې ته هلکوبتر ورته را ولیږل ترڅو يې د مجاهدینو له وروستي ګوزار څخه وژغوري.
په ټوله نښته کې ۱۷ تنه مجاهدین شهیدان او ۱۳ تنه ټپيان شوي دي.
نیول شوي وسائط او وسلې:
د جګړو په جریان کې له داعشي ملیشو څخه ۲۴ عرادي موټر سايکل، ۲ عرادي رینجر موټر، ۶ پايي مخابرې، ګڼ شمیر پیکاماشندار، راکټ لانچر، کلاشینکوفونه او خورا زیات مهمات هم د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې وو چې پرون مازدیګر داعیشي ملیشو خپلو ډير وسائلو، وسایطو او وسلو ته اور ورته کړ ترڅو د مجاهدینو لاسته ورنشي.
نیول شوي او پاک شوې سیمې:
د جوزجان ولایت په قوشتيپه او درزاب ولسواليو کې لاندې سیمې له داعشیانو څخه پاکې شوې:
آقسای، اقبلاق، کوملي، عربهای بالا، عربهای پائين، چقمه چقور، تراغلي، آقسو، قورق، شوربلاق، خواجه عرب، بي بي مریم، ترکمن اولدې، جینجک، آق قول، قره یقاچ، قره یورت، کمرک، تاجواز، قوشتربلاق، جیدلک، انجیرک، قزل غوچ، سردره، مغل، هلقاني، آسمان جر، کوتل استي، کیچیک تیلندي، ګردن، خانقاه، بیسر، شیربیک، خواجه اشکره، اونچي، چګانه، قیرستون، پاده سای، شورقدوق، حوض بیلی، تاش آخر، شورعلي، پيرغریب، عاشورقل او جرقدوق.
د ۲۴ ورځنیو عملیاتو په جریان کې د اسلامي امارت نظامي قعطه د جوزجان، سرپل او فاریاب له استقامتونو څخه وتوانیده چې پورته ټولې سیمې د داعش له فتنه ګرو څخه تصفیه کړي او خلکو ته يې د آرام اخیستلو او هوسا ژوند کولو زمینه مساعده کړي.
په یاده فتحه سره له ټول شمال څخه د داعش فتنه له منځه لاړه. ان شاءالله
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۹/۱۱/۱۴۳۹هـ ق
۱۰/۵/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/8/1م