JustPaste.it

د بشرحقوقو د څار سازمان د ادعاو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د بشرحقوقو د څار سازمان هغه ادعاوې ناسمې او بې اساسه دي چې ګواکې د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو لخوا بې ګناه خلک وژل شوي، یا د اتباعو حقوق تلف شوي دي.د افغانستان اسلامي امارت له ملګروملتو او د بشري حقوقو په نامه نهادونو څخه غواړي چې د اسلامي امارت په ضد بې اساسه پروپاګند ته غوږ کینږدې او په افغانستان کې شته حقائق ومني.د تیرو شلوکلونو په نسبت اوس مهال په افغانستان کې د بشرحقوق ډير خوندي دي، څوک د چا سره ظلم او زیاتی نشي کولای،  د مرګ ژوبلې مخه نیول شوې، بې امني نشته، د ملکي تلفاتو هيڅ پيښه نلرو، د غلا، چور، غضب او هر ډول زور زیاتی مخه نیول شوې ده. د استخباراتو او امربالمعروف ارګانونو په ګډون د اسلامي امارت ټولې اړونده ادارې له مجرمینو سره د اسلام د مقدس دین د اصولو په رڼا کې چلند کوي. هېڅ داسې مورد نشته چې ثابته کړي، د استخباراتو ځواکونو دې له قضاء او محکمې پرته څوک وژلي یا اعدام کړي وي او یادې د امربالمعروف وزارت کارکوونکو څوک وهلي او ټکولي وي. همدا اوس ګڼ شمیر قاتلین، خوارج او اختطافګر له اسلامي امارت سره بندیان دي؛ خو له هغوی ټولو سره د اسلامي اصولو او بشري قوانینو په رڼا کې چلند کيږي. که څه هم د عامه احساساتو غوښتنه دا وي چې باید نیول شوي اختطافګر، خوارج یا نور مجرمین سخت مجازات شي؛ خو د اسلامي امارت امنیتي ارګانونو اغماض کړی، د قضاء پرېکړو ته منتظر پاتې شوي او د خپل مشرتابه د اوامرو د منلو له امله يې هیچا ته له محکمې پرته سزا نه ده ورکړې.استخباراتو کله هم  خبریالان نه دي وژلي؛ یواځې یې د ژورنالستیکو اصولوڅخه  د سرغړونې په صورت کې احضار کړي او توصیه يې ورته کړې ده.  دا په ټوله نړۍ کې معموله ده چې څوک د نظام پر وړاندې تخریب وکړي یا خلک د نظام په ضد وهڅوي باید پوښتنه ترې وشي. نو ځکه د پورته مواردو په اړه  د بشر د حقوقو په نامه د څار سازمان بې سنده ادعاوې هيڅ حقیقت نه لري.نړیواله ټولنه که په افغانستان کې د سولې، امنیت او د خلکو د ژوند د ښه کولو طرفداره وي نو باید له اسلامي امارت سره مرسته وکړي چې شته امنیت، ډاډمنه فضا او آرام چاپیریال لا تقویه شي او افغانان په آرام کې ژوند وکړي.

د اسلامي امارت ویندوی ذبیح الله مجاهد

۹/۱۱/۱۴۴۳هـ ق

۱۹/۳/۱۴۰۱هـ ش ــ 2022/6/9م