JustPaste.it

د تور لست په اړه د امریکا نوی دریځ د دوحې له تړون څخه سرغړونه ده


د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې ګواکې د اسلامي امارت په کابینه کي ځیني مشران یا د حقاني صاحب رحمه الله کورنۍ د امریکا په تورو لیستونو کې دي او داچي د دوی هدف دي.
اسلامي امارت دغه دريځ د دوحې د تړون څخه ښکاره سرغړونه بولي چې نه د امریکا او نه هم د افغانستان په ګټه ده.
د محترم حقاني صاحپ کورنۍ د اسلامي امارت برخه ده او هیڅ کوم جلا نوم او تشکیلات نه لري همدارنګه د دوحې په تړون کې بې له کومې استثنا څخه د اسلامي امارت ټول مسئولین له امریکا سره د تعامل برخه وو او باید د ملګرو ملتونو او د امریکا د تورو لیستونو څخه ایستل شوی وای چې اوس هم دا غوښتنه پخپل ځای ده.
داچې امریکا یا نور هېوادونه د افغانستان په داخلي چارو کې پارونکي نظرونه څرګندوي او د مداخلو هڅه کوي، اسلامي امارت دا دريځ په کلکو ټکو ردوي، د امریکایې چارواکو دا ډول څرګندوني د تیرو ناکامو تجربو تکرار او د امریکا په زیان دریځ دی.
 غوښتنه مو داده چې هرڅه ژر دغه ډول ناسم دريځ په دپلوماتیکه راشه درشه بدل شي. 


د افغانستان اسلامي امارت 
۲/۲/۱۴۴۳هـ ق
۱۸/۶/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/9/9م