JustPaste.it

د مظاهرو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت اعلاميه! 

څرنګه چې څو ورځې کيږي په کابل او يو شمير نورو ولايتونو کې يو شمير خلک د مغرضو کړيو په لمسون د مظاهرو په عنوان لارو او سرکونو ته راوزي، امنيت اخلالوي، د خلکو د آزار او اذیت سبب ګرځي او عادي ژوند یې ګډوډوي. په دې اړه ټولو هيوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د فعلاً لپاره دې تر هيڅ نوم او عنوان لاندې د مظاهرو جوړيدو هڅه نکوي.
ځکه چې مظاهرې بايد قانوني وي، لومړئ له عدليې وزارت څخه د مظاهرې د جوړيدو اجازه ترلاسه شي، امنيتي ارګانونه په جريان کې واچول شي تر څو یې امنيت تضمين شي، د مظاهرې مقصد او شعارونه، همدا ډول د مظاهرې محل، د پيل او پای وختونه او نور جزئيات بايد کم تر کمه ۲۴ ساعته وړاندې له اړوند ادارو سره شريک او اجازه ترلاسه شي.
په همدې اساس د اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت ټولو هيوادوالو ته خبر ورکوي ترڅو چې په دې مورد کې ټوله قانوني پروسه نه وي طی شوې هيڅوک بايد مظاهره ونکړي او د هيوادوالو لپاره تشويش ايجاد نکړي. 
همدغه راز امکان لري چې د ځينو سياسي شومو اغراضو د تحقق په موخه ځينې کړۍ د مظاهره چيانو امنيت له تهديد سره مخ کړي؛ بناءً د تخلف په صورت کې د هرې پيښې مسئوليت متخلفينو ته راجع کيږي او له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.
اسلامي امارت د ټولو هیوادوالو مشروع غوښتنو او حقوقو ته رسيدګي کوي او بايد وخت ورکړل شي چې د امنیت له ټینګښت وروسته د نورو ستونزو د لمنځه وړلو لپاره لازم ګامونه واخیستل شي‌. والسلام
د افغانستان اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت
۱/۲/۱۴۴۳ هجري قمري _ ۱۷/۶/۱۴۰۰ هجري شمسي
2021/9/8م