JustPaste.it

په غزني کې د امریکايي اشغالګرو یوه الوتکه رانسکوره شوه، ګڼ لوړ رتبه افسران په کې ووژل شول

نن له غرمې وروسته د غزني ولایت د دهیک ولسوالۍ په سدوخیلو  سیمه کې د امریکايي اشغالګرو هغه ځانګړې الوتکه را نسکوره شوه چې د استخباراتي ماموریت لپاره يې په سیمه کې پرواز کاوه.

په یاد پرمختګ کې د الوتکې ټوله عمله او په کې ناست د امریکا د (CIA)ګڼ شمیر لوړ رتبه افسران ووژل شول.

د یادونې وړ ده چې په دا وروستیو کې په هلمند، بلخ او ځینو نورو برخو کې د اشغالګر او مزدور دښمن ګڼې الوتکې او هلکوپترې د مجاهدینو لخوا وشتل شوې رانسکورې کړل شوې دي.

د الوتکې بدنه او د وژل شوو اجساد په سیمه کې پراته دي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۲/۶/۱۴۴۱هـ ق

۷/۱۱/۱۳۹۸هـ ش ــ 2020/1/27م