JustPaste.it

په کابل ښار د ډرون برید په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندوني

د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د لومړۍ میاشتې په دوهمه نېټه د کابل ښار په شېرپور سیمه کې په یوه مسکوني کور هوای برید ترسره شو. په لومړیو کې د پېښې نوعیت څرګند نشو. د اسلامي امارت امنیتي او استخباراتي ارګانونو د پېښې پلټنه وکړه او په خپلو ابتدائيي تحقیقاتو کې يې دا ومونده چې یاد برید د امریکايي ډرون الوتکو له لوري ترسره شوی دی. دا برید که په هره پلمه شوی وي د افغانستان اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي او د بین المللي اصولو او د دوحې تړون ښکاره سرغړونه یې بولي. دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی. د داسې کړنو تکرار به شته فرصتونو ته زیان واړوي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند

۱۴۴۴/۱۳ هـ ق

۱۴۰۱/۵/۱۰ هـ ش 2022/8/1 م