JustPaste.it

د بندیانو د خلاصون د پروسې په وړاندې د خطر په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

 اسلامي امارت  د دقیقو او مستندو استخباراتي معلوماتو په اساس خبرداری ورکوي چې د کابل ادارې له زندان پلچرخي څخه د باقې پاتې بندیانو د خلاصون د پروسې په وړاندې جدي امنیتي خطر متوجه دی.

یوه داعشي ډله د کابل ادارې د استخباراتو، د ځينو نظامیانو او د زندان د امنیتي پوستو د قومندانانو په مرسته، هماهنګي  او همکارۍ اراده لري چې په هغو نقلیه وسائطو  باندې  برید ترسره کړي چې د پلچرخي له زندان څخه به باقې پاتې بندیان انتقالوي.

دوی غواړي چې په دې جنایت سره د مذاکراتو پروسه مختل کړي او همدا راز له دغو بندیانو څخه خپل غچ واخلي.

اسلامي امارت په دې اړه  جدي انديښنه لري او ټولو ذي دخله خواووته خبرداری ورکوي چې د دغه خطر د مخنیوی لپاره اقدام وکړي او د بندیانو د انتقال پروسه په  احتیاط او ډيره مصئونه توګه ترسره کړي. خدای مه کړه د کوم خطر د پيښیدو په صورت کې به ټول هغه جهتونه مسئول وي چې په دې برخه کې غفلت وکړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوي

۲۲/۱/۲۱۴۴۱هـ ق

۲۲/۵/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/8/12م