JustPaste.it

د عالیقدر امیرالمؤمنین  د فرمان له مخی د اسلامي امارت په تشکیلاتو کي لاندي ټاکني وشوې:

 

- د پنجشیر ولایت اوسیدونکی د هیواد ملي سوداګر محترم حاجی نورالدین عزیزی د تجارت وزارت د سرپرست په توګه 
 - د بغلان ولایت اوسیدونکی د هیواد ملي سوداګر محترم حاجی محمد بشیر د تجارت وزارت د مرستیال په توګه.
 - د سرپل ولایت اوسیدونکی د هیواد ملي سوداګر محترم حاجی محمد عظیم سلطان زاده د تجارت وزارت د دوهم مرستیال په توګه
 - محترم ډاکتر قلندر عباد د روغتیا وزارت د سرپرست په توګه
 - محترم داکتر عبدالباری عمر د روغتیا وزارت د مرستیال په توګه
- همدارنګه محترم داکتر محمد حسن غیاثي د روغتیا وزارت د بل مرستیال په توګه
- محترم صدر ملا محمد ابراهیم د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه.
- محترم ملا عبدالقیوم ذاکر د دفاع وزارت د مرستیال په توګه. 
- محترم انجنیر نظر محمد مطمین د اولمپیک د ملي کمیټي د سرپرست په توګه  
- محترم انجنیرمجیب الرحمن عمر د برق او انرژي  وزارت د مرستیال په توګه.
- محترم حاجی غلام غوث د ضدحوادث وزارت د مرستیال په توګه
- محترم داکتر محمد فقیر د احصائې دمرکزي ادارې د سرپرست په توګه
- محترم حاجي ګل محمد د سرحداتو وزارت د مرستیال په توګه.
-محترم ګل زرین کوچی د سرحداتو وزارت د دوهم مرستیال په توګه.
محترم قومندان ارسلا خروټی د مهاجرینو وزارت د مرستیال په توګه
 - محترم دکتور لطف الله خیرخواه د لوړو زدکړو وزارت د مسلکی مرستیال په توګه
- محترم انجنیر نجیب الله د اتومي انرژي د ریس په توګه
یادي ټاکني چي تر ډیره حده مسلکيتوب او  وړتیا یې په نظر کي نیول شوي د اسلامي امارت تشکیلات به نور هم ورباندي قوي

او معیاری شي.


ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی۱۴۴۳/۲/۱۴ھ ق
۱۴۰۰/۶/۳۰ھ ش-  2021/9/21م