JustPaste.it

د افغانستان د وروستي سیاسي وضعیت په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت د هیواد په سطحه یو سرتاسري اسلامي او ملي ځواک دی، د تیرو نږدې دوو لسیزو راهیسې یې په سر او مال د امریکايي یرغلګرو ځواکونو او د هغوی د کورنیو او بهرنیو همکارانو سره مقابله کړې اوکوي یې. اهداف یې واضح او مشروع دي، چې هغه د هیواد خپلواکي او د اسلامي نظام قائمول دي. د همدې مقصد د حصول لپاره په نظامي او سیاسي دواړو برخو کې فعالیت کوي. د مسئلې د سیاسي حل لپاره یې لاره خلاصه پرېښې او د تماس ځای یې هم ښکاره دی چې هغه د اسلامي امارت سیاسي دفتر دي او په دوحه کې شتون لري. هر هیواد چې د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل کې مرسته کول غواړي، کولی شي ورسره تماس ونیسي او اسلامي امارت یې هرکلی کوي؛ خو په افغانستان کې د اشغال مسئله زموږ د خپلواکي غوښتونکي مسلمان ملت مسئله ده، څرنګه او چیرې یې چې حل کول غواړو، دا زموږ حق دی. دا مسئله د چا په فشار او تاکتیکي برخوردونو نه حل کیږي او نه هم دا د منلووړ دي چې څوک د افغانستان مسئله د خپلو اړیکو د پرمخبیولو او خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره وکاروي.  که امریکایان غواړي په ښه نیت مذاکراتو ته راشي او د افغانستان د مسلمان اولس مشروع غوښتنې ومني، په داسې کولو سره مسئله حل کیدای شي؛ خو که د افغانانو مشروع غوښتنو له منلو څخه تیښته کوي او په یوه او بله پلمه، د سولې تر نوم لاندې خپل استعماري او نظامي اهداف له سیاسي لارو تعقیبوي یا د نورو هیوادونو د تطمیع له لارې ناروا فشارونه اچوي، دا معنی لري چې د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل کې دلچسپي نلري. څرنګه چې امریکایانو د تیر میلادي کال د نومبر په میاشت کې د دوحې په غوڼده کې موافقه کړې وه چې په راتلونکې غونډه کې به له افغانستان څخه د خارجي قواوو په وتلو او د نورو هیوادونو په خلاف د افغانستان د خاورې د نه استعمالولو په موضوع خبرې کوو؛ خو اوس دوی له هغې اجندا څخه ډډه کوي او پخپله خوښه نوی موضوعات پکښې زیاتوي، نو له همدې امله، اسلامي امارت امریکایانو ته خبرداری ورکوي چې که دا وضعیت دوام کوي او امریکایان پخپله تګ لاره کې له ريښتونولي څخه کار نه اخلي؛ نو اسلامي امارت به هم اړ کیږي چې د سولې خبرې او مذاکرات ترهغه وخته وځنډوي ترڅو چې امریکا د ناروا فشارونو او تاکتیکونو پرته، واقعي سولې ته راوړاندې شوې نه وي.

د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۴۰/۵/۹هـ ق
۱۳۹۷/۱۰/۲۵هـ ش
2019/1/15م