JustPaste.it

د افغانستان په شمال کې د داعش جنګیالیو د شتون په اړه راپورونه حقیقت نه لري

له تیرو څو ورځو را په دې خوا د روسيې هیواد ځينو مسئولینو، ورپسې د کابل ادارې ځينو چارواکو ادعاوې وکړې چې ګنې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې تر ۵۰۰۰ پورې د داعش اړوند یا نور بهرني جنګلیالي شتون لري.

اسلامي امارت په دې اړوند خپاره شوي راپورونه بې اساسه او د غلطو معلوماتو په اساس ترتیب شوي بولي.

امریکايي اشغالګر او ورسره د کابل ادارې چارواکي د داعش له پديدې څخه په استفاده هڅه کوي چې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو ته تشویش پيدا کړي.

اسلامي امارت تیر کال د هیواد په شمال کې د داعشي فتنې په ضد پراخ عملیات وکړل.

د څو ورځنیو نښتو په ضمن کې د داعش جرړې له ټول شمال څخه وختې، اکثره غړي يې ووژل شول، یا تسلیم شول، او د څو مشرانو په ګډون تر ۲۰۰ پورې غړوته يې د کابل ادارې او امریکایانو لخوا امن او نجات ورکړل شو بلخ او کابل ته انتقال شول.

تازه تر لاسه شوي معلومات ښيي چې هغه یو شمیر داعشي فتنه ګر چې تیر کال د درزاب په جګړه کې د کابل ادارې په هليکوپترو کې ژغورل شوي وو، اوس بیرته د کابل ادارې د استخباراتو لخوا د درزاب ولسوالۍ له مرکز سره نیږدې د اربکیانو په نامه ځای پرځای شوي او پوستې په اختیار کې ورکول شوې دي.

دغه کار د دې لپاره ترسره کیږي چې هلته باید د داعش په نامه یوه هسته وجود ولري، بیا د کابل ادارې چارواکي همسایه او د سیمې هیوادونو ته د یو خطر په توګه تعبیر ترې وکړي.

په عین مهال د امریکایانو او کابل ادارې د استخباراتو لخوا د هیواد د دوو شرقي ولایتونو ننګرهار اوکنړ په ځينو سیمو کې د داعش په نامه فتنه ګر د دې لپاره ساتل شوي او تمویلیږي چې د اسلامي امارت د مجاهدینو په ضد یوه بله جبهه هم پرانستې وساتل شي، ګاونډي او د سيمې هیوادونه هم پرې وویرول شي.

اسلامي امارت په خپلو سیمو کې د داعش په نامه هيڅ فتنه ګر ته د شتون او فعالیت اجازه نه ورکوي او د محوې لپاره يې په کراتو سره قاطع عملیات هم ترسره کړي دي.

د هیواد په شمال کې د دومره شمیر داعش یا نورو بهرنیو اتباعو د شتون راپورونه هيڅ حقیقت نه لري، بلکې له یادې موضوع څخه د سیاسي استفادې لپاره داسې بې اساسه راپورونه خپریږي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۹/۹/۱۴۴۰هـ ق

۳/۳/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/5/24م