JustPaste.it

د تاجکستان او قرغستان اسلامي هیوادونو ترمنځ د پيښې ستونزې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

له څه مودې راهیسې زموږ ګاونډی هېواد تاجکستان او اسلامي هېواد قرغستان ترمنځ ستونزه را ولاړه شوې چې دواړه هېوادونه يې د جګړې تر پولي رسولي دي.

اسلامي امارت په دواړو اسلامي او وروڼو هېوادونو غږ کوي چې هڅه وکړي خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

موږ تر بل هر چا زیات د جګړې د زیانونو په اړه عملي تجربه لرو. د جګړې پيل ممکن آسانه ښکاره شي؛ خو د جګړې عملي جریان او ورڅخه پاتې ناورینونه او زیانونه په مراتبو له هغو زیانونو څخه زیات دي چې د تفاهم په صورت کې به يې دواړه اړخه وګالي.

بناء  مونږ د خپلې تجربې له مخې د دواړو هیوادونو له مشرانو څخه هیله کوو چې د خپلو ملتونو اوږد مهاله ګټې، آرامي او امنیت په نظر کې ونیسي او ستونزې ته د تفاهم او خبرو له لارې معقول او منطقي حل پیدا کړي، دا به د دواړو هیوادونو او ملتونو په خیر وي. ان شاءالله تعالی. والسلام

د افغانستان اسلامي امارت

۲۵/۱۰/۱۴۴۲هـ ق

۱۶/۳/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/6/5م  

 

 

اعلامیه امارت اسلامی در مورد مشکل پیش آمده بین کشورهای تاجکستان و قرقیزستان

از چند مدتی به اینسو بین کشور همسایه ما تاجکستان و کشور اسلامی قرقیزستان مشکلی پیش آمده، که هر دو کشور را به مرزهای جنگ رسانیده است.

امارت اسلامی بر هر دو کشور اسلامی و برادر صدا می‌نماید که تلاش کنید مشکلات تان را از راه گفتگو حل نمائید.

ما بیش از همه، تجربه عملی در مورد زیان‌های جنگ را داریم. آغاز جنگ شاید آسان به نظر برسد، اما جریان عملی جنگ و عواقب و زیان‌های باقی‌مانده از آن به مراتب بیش‌تر ازان است که هر دو جهت در صورت تفاهم متحمل ‌می‌شوند.

بناءً ما از روی تجربه خود از مقامات هر دو کشور امیدواریم که منافع درازمدت، آرامش و امنیت ملت‌های خود را در نظر گرفته، و از راه تفاهم و گفتگو، حل معقول و منطقی برای مشکلات شان پیدا کنند. این در خیر هر دو کشور و هردو ملت خواهد بود. ان شاء الله تعالی. والسلام

امارت اسلامی افغانستان

۲۵/۱۰/۱۴۴۲هـ ق

۱۶/۳/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/6/5م