JustPaste.it

د کابل ادارې د نیمي برخې د جرګې د پریکړو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

 د ثور په نهمه د کابل ادارې د نیمې برخې لخوا چې مشري يې اشرف غني کوي د لویې جرګې په نوم نمايشي غونډه رابلل شوې وه چې نن د پریکړه لیک په لوستلو سره پای ته ورسیده  موږ یې په اړه د لاندې څو ټکو یادونه ضروري بولو:

۱ ـــ   په یاده غونډه کې هغو خلکو په مطلق اکثریت  ګډون درلود چې په تیرو اتلسو کلونو کې د امریکايي اشغالګرو په شاوخوا کې په لوړو او ټيټو پوستونو پاتې شوي  او یا هم له  روان اشغال سره همکار وو، دفاع يې ترې کوله او ډالري معاشونه يې اخیستل، نو ځکه یې پرېکړې هم داشغالګرو او د هغوی د ملا تړو د بقا هڅه ده.

۲ ــ یاده غونډه په هیڅ ډول د اولس نماینده غونډه نه وه، حتی کابل میشتو اکثریت سیاسیونو او دکابل ادارې د نیمي باقې پاتې برخې چارواکو هم پریکون ورسره کړی وو،  لهذا دغه غونډه یوازې درنو مصارفو ته د بهانې لټولو، له خپلو ناکامیو څخه د ملت توجه اړولو، د اشرف غني خپل ځان مطرح کولو او له انزواڅخه را ایستلو یوه ناکامه هڅه وه.

 ۳ ــ په ډیر افسوس سره چې د جرګې په څه باندي دریوزرو برخوالو کې داجرأت پیدانشو چې په ملکي هیوادوالو باندې د اشغالګرو وحشیانه حملې، د هیوادوالو په کورو د نیمو شپو چاپې او په ملکي تاسساتو او مقدسه اماکنو بمبارد او د بې دفاع هیواد والو سپین ژیرو،  ښځو، ځوانانو او ماشومانو شهادتونه وغندي، د دریدو غوښتنه یې وکړي  او د بحران د حل او دفعې لپاره په اشغالګر جهت فشار وارد کړي، چې همدا خبره د نوموړې جرګې حیثیت ښه روښانه کولای شي.

۴ ـــ اسلامي امارت وخت په وخت د مقابل لوري په سلګونو بندیان پریښي، تداوي یې پرې کړې او د لارې کرایه یې ورکړې، ( چې په تیرو نږدې ورځو کې دبادغس  په مرغاب کی ترسلو د زیاتو کسانو ازادول یې وروستۍ بیلګه ده)  موږ دا کار داسلامي اخلاقو او ښه نیت له مخې کړی او همدا مو تګ لاره ده چې ان شاءالله دوام به ورکوو.

۵ ــ واقعیت دادی چې افغانستان د امریکا لخوا اشغال شوی، د قرآني ښکاره نصوصو له مخې د دې ملت په هر مسلمان وګړي د اشغال په ضد جهاد فرض عین دی، ترهغو چې د اشغال کمبله په ټولیزه توګه نه وي ټوله شوې،  د واقعي او سوچه اسلامي نظام د اقامې لپاره لاره نه وي پرانستل شوې، جهاد لکه څرنګه چې وو هغسې به فرض وي او څوک يې د توقف او ځنډولو توان نه لري، د اسلام د مبارک دين  احکام هم  ثابت  او مدون   دي، چې تفسیر، تعبیر او تشریح یې شوې ده،  هیڅوک په کې د انحرافي تعبیراتو حق نه لري.

۶ ــ څرنګ چې جهاد فرض عمل او تر ټولو غوره عبادت دی، د روژې په میاشت کې يې ترسره کول د نورو وختونو په تناسب ډير ثواب لري، د اسلامي امارت مجاهدین د عام اولس له ژوند سره په روژه او غیرې  روژه کې په پوره ډول احتیاط کوي او په هيڅ برید کې به زیان ورته ونه رسوي.

۷ ــ فعلا اسلامي امارت له امریکايي جهت سره د اشغال د خاتمې لپاره په مذاکراتو بوخت دی، له امریکايي لوري سره په خبرو کې نتیجې ته تر رسېدو وروسته، اسلامي امارت په پام کې لري چې له داخلي اړخونو سره د کورنیو ستونزو د هواري لپاره خبرې او تفاهم وکړي.

 د اشغال په سیوري کې دکابل له ادارې سره د سولې خبرې مطرح کول بې ګټې او د جهادي ارمانونو د ضائع کیدو خطر له ځانه سره لري.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۲۸/۸/۱۴۴۰ هـ ق

۱۳/۲/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/5/3م