JustPaste.it

په هلمند کې د پرلت په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

له څو ورځو را په دې خوا د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې څو تنه په اصطلاح مدني فعالان په یوه خیمه کې سره راټول شوي او غوښتنه يې کړی چې مجاهدین دې سوله وکړي او موږ موسی کلا ولسوالۍ ته ورځو.

اسلامي امارت دغو خلکو ته په غبرګون کې وايي چې سوله د هر افغان د زړه آواز او لوی آرمان دی، د اسلامي امارت قیام د سولې او امن لپاره دی او د سولې لپاره يې خورا ستري  قربانۍ ورکړي دي.

خو له لمر روښانه ده چې زموږ سوله امریکايي اشغالګرو په زور را څخه اخیستې او ۱۷ کاله کیږي هیواد مو يې اشغال کړی، ولس مو وژني، ځمکه او فضا مو د هغو په واک کې دي.

اسلامي امارت خو د تجاوز په مقابل کې غبرګون ښودلی او د الله تعالی له امر سره سم يې جهاد پيل کړی.

اوس نو ستاسو په ګډون د ټول ولس مسئولیت جوړیږي چې د امریکايي اشغال په مقابل کې غږ پورته کړو او ودریږو.

په همدې اساس موږ د هلمند له پرلت کونکو څخه غوښتنه کوو چې د مجاهدینو سیموته د راتګ پرځای باید د امریکايانو مرکزونو او بیسونو ته د اعتراض په ډول ورشي، له هغوی څخه وغواړي چې روان اشغال ته د پای ټکی کیږدي او جګړه پای ته ورسوي، اسلامي امارت خو جنګ او مقابلې ته مجبور کړل شوی دی. 

د مجاهدینو په وړاندې ستاسو له ناستې څخه د اشغالګر او مزدور دښمن استخباراتي کړۍ استفاده کوي، تاسو د خپلو شومو اهدافو لپاره استعمالوي. 

اسلامي امارت جدي اندیښنه لري چي دښمني کړي به ستاسو په نوم بده استفاده وکړي اوکه خدای مه کړه بیا څه پيښ شول مسئولیت به يې ستاسو په غاړه وي، ځکه تاسو پوهیږئ چې موږ په جګړه کې یو، د مکار دښمن له مختلفو دسیسو سره مخ یو او اړ کیږو چې د دسیسو د شنډولو لپاره په جدي اقدام هم لاس پوري کړو.

روان جهاد د ټول ولس د ساتلو او د اشغال د خاتمې لپاره د شرعي حکم په اساس روان دی، دا کومه د شوق اومادیاتو جګړه نه ده چې زموږ ولس ترې تیر شي، بلکې د اسلام او کفر ترمنځ پریکنده معرکه ده چې د بریا منزل ته رسول يې د ټول مجاهد ولس دنده. 

قاري محمد یوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند

۱۴۳۹/۷/۱۱هـ ق

۱۳۹۷/۱/۸هـ ش ــ 2018/3/28م