JustPaste.it

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د ورستیو څرګندونو په اړه د اسلامي امارت د سیاسي دفتر اعلامیه

د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې الیس ویلز د وروستیو څرګندونو په هکله چې وایی امریکې طالبانو ته د مذاکراتو دروازه پرانستې ده خپل موقف په لاندي ټکوکي څرګندوي: 
د افغانستان اسلامی امارت سیاسي دفتر په امریکایې چارواکو غږ کوي چې د افغانستان د مسئلې د سوله ایز حل لپاره د اسلامي امارت له سیاسي دفتر سره مخامخ خبرو ته راشي.
د مسئلې د حل لپاره دا ښه ده چې امریکایی لوری د افغان ولس مشروع غوښتنې ومني او خپل نظر او غوښتنې له سوله ایزې لارې له اسلامي امارت سره د بحث لپاره وړاندې کړي. 
اسلامي امارت څو ورځې مخکې هم د امریکې ولس او د کانګریس غړیو ته په یوه سرخلاصي لیک کې واضح کړې چې جګړه زموږ انتخاب نه دی؛ بلکې په موږ تپل شوې.
موږ د اشغال د خاتمې لپاره د افغانستان د مسئلې سوله ایز حل غواړو.
اوس به امریکا او د هغوی ایتلافي ملګرو ته ثابته شوی وي چې د افغانستان مسئله نظامي حل نه لري. امریکا باید نور په افغانستان کې د جګړې په ځای د سولې په ستراتیژی تمرکز وکړي. استعمال شوی نظامي لارې چارې چې په تیرو اوولسو کلونو کې په کراتو تجربه شوی، یوازې جګړه تیزوي او نوره یې هم اوږدوي چې دا د هیڅ لوري په ګټه نه ده.


دافغانستان داسلامی امارت سیاسي دفتر
۱۴۳۹/۶/۱۰هـ ق
۱۳۹۶/۱۲/۷هـ ش
2018/2/26م