JustPaste.it

په ننګرهار کې د کابل ادارې عسکر او د امریکا هوایې ځواک له داعش څخه ملاتړ کوي

له تیرو دریو ورځو را په دې خوا د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ په ځينو سیمو باندې د داعش په نامه فتنه ګرو بیا بریدونه پيل کړي چې ځينې ولسي سیمې يې لاندې کړې دي، عام ولسي خلک يې د خپلو کورونو پريښودلو ته اړ کړل او په سیمه کې يې وحشت جوړ کړ.

د اسلامي امارت مجاهدینو هم د داعشي فتنه ګرو په وړاندې عملیات پيل کړل چې تیره ورځ تر ناوخته پورې روان ول او له دغو شریرو عناصرو څخه يې د ادوړ او سور ډاګ په نامه سیمې تصفیه کړې او د لا پرمختګ په موخه یې عملیات ګړندي کړل، داعشي اختطافګر په تېښته وو چې د کابل ادارې عسکرو، پولیسو، اربکیانو او د امریکا هوایې ځواک سیمې ته ځانونه را ورسول او په مجاهدینو باندې يې د شا لخوا بریدونه  پیل کړل، اربکي ملیشو، عسکرو او پولیسو يې د مجاهدینو په سنګرو باندې د سپکو او درنو وسلو، توغندویو او هاوانونو بریدونه وکړل، دا کار د دې باعث شو چې مجاهدین د داعشیانو له تعقیبولو څخه را وګرځي او د خپلو مرکزونو اوترلاس لاندي سیمو حفاظت وکړي.

د امریکایانو او د هغو ترلاس لاندي داخلي ملیشو دا کړنه نوې نه ده چي له داعشيانو څخه حمایت کوي او د همدې فتنه اچونکي ډلې د له منځه وړلو څخه د مجاهدینو د مصروفه کولو کوښښ کوي، په تیر کې هم امریکايي الوتکو هغه مهال په مجاهدینو هوايي بریدونه کړي چې کله به داعشیان له بشپړې ماتې او ورکې سره مخ کیدل، همدا راز د کابل ادارې عسکرو هم د مجاهدینو په ضد هغه مهال خپل بریدونه پيل کړي چې کله داعشي فتنه ګر په سیمه کې له شکست او منډې سره مخ شوي دي د ننګرهار مجاهد ولس دا هرڅه په سترګو ویني او په دې سړه هوا کې د زرګونو کورنیو بیځایه کیدل د کابل ادارې او د هغې د بهرنیو تمویلونکو کاري دنده ده چي د داعش مرسته کوي او زموږ مؤمن ولس ته پرې سزا ورکوي. 

د اسلامي امارت مجاهدین د خپل ولس په حمایت کلک هوډ لري چې هم به د امریکايي اشغالګرو او د هغو له مزدورانو سره جهاد ته دوام ورکوي او هم به د هغو فتنه ګرو ډلو  مخنیوي کوي چې افغان مسلمان ولس ځوروي، خلک وژني، زموږ د دین او معتقداتو په وړاندې يې موقف نیولی او په جهالت سره د اسلام نوم بدوي.

ذبیح الله مجاهد داسلامی امارت ویندوی

۱۴۳۹/۳/۱۱هـ ق

۱۳۹۶/۹/۸هـ ش ــ 2017/11/29م