JustPaste.it

په هیواد کې د ملي پروژو د حمایت په هکله د اسلامي امارت اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت د هیواد یو اسلامي او ملي ځواک دی چې  د اشغال د خاتمې، د ولس د روا غوښتنو او اسلامي او ملي اهدافو د حصول لپاره جهادي هلې ځلې کوي. په دې لار کې یې قربانۍ د چا څخه پټې نه دي. 

  همداشان ، څنګه چې د اسلامي امارت  مشرتابه پخپلو پیغامونو کې او د سیاسي دفتر هیئت په نړیوالو کنفرانسونو کې ویلي،  اسلامي امارت  په ګران هیواد کې د ټولو ملي پروژو چې د ولس په ګټه وي او د هیواد د پرمختګ، د ولس د  ښیرازي او سوکالۍ سبب ګرځي نه دا چې ملاتړ کوي بلکې ساتنې ته یې هم ژمن دی. پدې کې ټولې سترې ملي پروژې لکه د ټاپي پروژه، کاسا ۱۰۰۰، د مس عینک پروژه، مواصلاتي لارې، د ریل پټلۍ، د برق او کرنې ستر بندونه او دیته ورته نورې پروژې چي د اسلامي امارت اصول مراعت کړي شاملی دي. 

اسلامي امارت خپلو مجاهدینو ته هدایت کوي چې دټولوهغو ملي پروژو دامنیت په ساتلو کي مرسته وکړي چي داسلام او هیواد دلوړو مصالحو په ګټه وي.

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۸/۲/۲۹هـ ق

۱۳۹۵/۹/۹هـ ش ــ 2016/11/29م