JustPaste.it

په امریکايي مشرتابه کې د بدلون په تړاو د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

په امریکا کې د انتخاباتو له نتیجو ښکاري چې د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ  بریالی شوی دی.

زموږ پيغام ورته دادی چې  نور دې  د  امریکايي حکومت پاليسي داسې جوړه کړي چې په نړۍ کې د نورو ولسونو آزادۍ نه سلبوي او خپلې ګټې د نورو ملتونو په هلاکت او محکومیت کې نه  لټوي، ترڅو په داسې کولو سره  ټوله نړۍ په امن کې شي، او روان بهرانونه پای ومومي.

تر ټولو مهمه داچې  له افغانستان څخه دې خپل  ټول پوځونه  وباسي، د  تیرو امریکايي حکمرانانو په څير دې  نور په افغانستان کې خپل ځان او خپلو جنرالانوته د ناکامۍ او رسوايي لقبونه  نه ګټي، او نه دې په دې ناکامه جګړه کې  د ښکیلتیا له امله د امریکا حيثیت، اقتصاد او عسکرو ته زیان اړوي.

افغانان دې پريږدې چې دیوه آزاد ملت په حيث د خپلواک نظام په درلودو سره  په خپل منځ او نړیوالو سره داسې تعامل ولري  چې ټول  یو د بل له ضرر څخه په  محفوظ وي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۸/۲/۹هـ ق

۱۳۹۵/۸/۱۹هـ ش ــــ 2016/11/9م