JustPaste.it

دعلماء په عنوان داحتمالي جوړیدونکي کنفرانس په تړاو د اسلامۍ نړۍ علماء کرامو ته  د اسلامي امارت پیغام

 الحمدلله وکفی والصلوة والسلام علیه عباده الذین اصطفی: وبعد !

قال الله تعالی في محکم التنزیل:

...إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ )فاطر:28)

درنو علماء کرامو!   السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده چې د نبوت د سلسلې له اتمام سره سم د ټول اسلامي امت د معنوي رهبرۍ، اصلاح او تنویر وظیفه دیني علماء کرامو ته سپارل شوې. او علماء کرام د امت د انفرادي اصلاح ترڅنګ د مسلمانانو د لویو قضایاؤو په اړه هم دروند مسؤلیت لري.

  د افغانستان د روان جهاد قضیه که څه هم ډېره پیچلې او له فهم لوړه مسئله نه ده ، خو د اسلامي امت د لویو قضایاؤو له جملې څخه شمیرله کیږي .

  تاسو ته معلومه ده چې پنځلس کاله وړاندې پردې خاوره یو داسې اسلامي نظام حاکم و چې سیاسي واک د ټولنې د تر ټولو پاک، متعهد او مجاهد قشر یعني د دیني علومو د طلابو او علماء کرامو په لاس کې و ، سپیڅلی شریعت نافذ و ،  حدود او قصاص جاري و، د أمر بالمعروف او نهی عن المنکر  قرآني حکم پلی شوی  او په سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او د ژوند په هره برخه کې هره فیصله یوازې د قرآني او نبوي ارشاداتو له مخې کیدله.

   مګر د اسلام تاریخي دښمنانو هغوی چې په تیرو څوارلس پیړیو کې یې همیشه له اسلام او په خاص ډول د اسلام له سیاسي حاکمیت سره دښمني پاللې ، هغوی چې د صلیبي او استعماري جګړو پر مهال یې اسلامي امت ته نه جبیره کیدونکي زیانونه اړولي ؛ د اسلام هماغه تاریخي غربي دښمنان دا ځل د امریکا په مشرۍ سره متحد شول ، د اسلامي امارت په وړاندې یي د دښمنۍ موقف اعلان کړ ، لومړی يې تبلیغاتي جګړه پیل کړه ، ورپسې یي د اقتصادي تعزیراتو او سیاسي کلابندۍ نقشه عملي کړه او په درېیم قدم کې یې مخامخ زموږ پر خپلواک هیواد او اسلامي نظام پوځي یرغل وکړ.

   ظالمو او متجاوزو  غربي کفارو زموږ اسلامي نظام ونړاوو ، زموږ خاوره یي اشغال کړه ، موږ یي پخپل کور کې محکوم او مغلوب کړو . زموږ د ځمکې او فضا واک یي په لاس کې واخیست، زموږ په خاوره کې یي د خپلو نړیوالو نقشو د پلي کولو په مقصد لوی لوی هوایي ډګرونه او پوځي اډې جوړې کړې. زموږ د سرلوړي ، عزتمند او مجاهد ولس د تذلیل لپاره یي زموږ له ټولنې تښتیدلي غرب میشته ګوډاګیان را وستل او دلته یي واکمن کړل.

 د امریکایي ظالمانه یرغل په وړاندې زموږ ولس که څه هم ډیر ځوریدلی ، کړیدلی او ستومانه و؛ مګر د یو نیم زرو علماء کرامو لخوا ورته د جهاد دپيل فتوا ورکړل شوه، او د لاندې صریحو دیني ارشاداتو له مخې د جهاد د فرض کیدو حکم ورته متوجه وبلل شو.

ـــ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِ‌جُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَ‌جُوكُمْ ۚ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ ۚ وَلَا تُقَاتِلُوهُمْ عِندَ الْمَسْجِدِ الْحَرَ‌امِ حَتَّىٰ يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ ۖ فَإِن قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ ۗ كَذَٰلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِ‌ينَ ﴿١٩١﴾ بقره

ـــ أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ( ۳۹)الَّذِينَ أُخْرِ‌جُوا مِن دِيَارِ‌هِم بِغَيْرِ‌ حَقٍّ إِلَّا أَن يَقُولُوا رَ‌بُّنَا اللَّـهُ ۗ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّـهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ‌ فِيهَا اسْمُ اللَّـهِ كَثِيرً‌ا ۗ وَلَيَنصُرَ‌نَّ اللَّـهُ مَن يَنصُرُ‌هُ ۗ إِنَّ اللَّـهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿٤٠﴾ سورة الحج ــ

ـــ وَعَنْ أَنَس بن مالک رضی الله عنه،قال  قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «جَاهِدُوا الْمُشْرِكِينَ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَأَلْسِنَتِكُمْ»[ رواه ابو داؤد ۳۲/۲ والنسائي ۷/۶ والحاکم ۸۱/۲].

د حنفي فقهې حکم ـــ وَفي الهندية (۸۸/۲) وَعَامَةِ الْمَشَايخِ رحمهم الله تعالى قَالُوا: الجِهادُ فَرْضٌ عَلَى كُلّ حَالٍ غَيْرَ أنَّهُ قَبْلَ النَّفِيرِ فَرْض كِفَايَة وَبَعْدَ النَّفِيرِ يَصِيرُ فَرْض عَيْنٍ وَهُوَ الصَّحِيْح، وَمَعْنَى النَّفِيرِ أنْ يُّخْبِرَ أهْل الْمَدِينَة أنَّ الْعَدُوَّ قَدْ جَاءَ يُرِيْدُ أنْفُسَكُمْ وَذُرَارِيْكُمْ وَأمْوَالَكُمْ فَإِذَا أُخْبِرُوا عَلَى هَذَا الْوَجْهِ افْتَرَضَ عَلَى كُلّ مَنْ قَدَرَ عَلَى الْجَهَادِ مِنْ أهْلِ تِلْكَ الْبَلْدَةِ أَنْ يَّخْرُجُوا لِلْجِهَادِ وَقَبْلَ هَذَا الْخَبَرِ كَانُوا فِي سَعَة أنْ لَّا يَخْرُجُوا.

ـــ وفی المبسوط للإمام السرخسي (۲-۱۰): ثم أمر رسول الله صلى الله وسلم بالقتال إذا كانت البداية منهم فقال تعالى ﴿أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا﴾ [البقرة: ۱۹۱] أي: أذن لهم في الدفع وقال تعالى ﴿فَإِنْ قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ﴾ [البقرة:۱۹۱] وقال تعالى ﴿وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا﴾ [الأنفال: ۶۱] ثم أمر بالبداية بالقتال فقال تعالى ﴿وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ﴾ [البقرة: ۱۹۷] د علماء کرامو د فتوا په اساس د اسلامي امارت مجاهدینو چې واحده رهبري يې لرله په لوړ عزم یي د کفر د تجاوز په مقابل کې جهادي قیام پیل کړ .

   دغه جهادي مبارزه په تیرو څوارلسو کلونو کې له بیلابیلو سختو پړاوونو تیره شوه، تر دې چې یو مهال غربي یرغلګرو په یوه وخت د 130 زره په شاوخوا کې له خارج نه رواستل شوي مسلح پوځونه چې په ټانګونو، توپونو، الوتکو او پرمختللې تکنالوژۍ سمبال وو او په لسګونو زره داخلي غلامي ملیشي یې هم دمجاهدینو په ضد اکمال او جنګ ته را ایستلي وي اوټول یې زموږ په وړاندې په جګړه وګمارل. یرغلګرو سخت بمبارونه وکړل او تاریخي مظالم یي ترسره کړل خو له ټولو هڅو سره سره هم په دې ونه توانیدل چې زموږ د مؤمن ولس اراده ماته کړي.

   لله الحمد د الله تعالی په نصرت او زموږ د مجاهد ولس د قربانیو په برکت په وروستیو کلونو کې د جګړې معادله معکوسه شوې ده، مجاهدین د پرمختګ او یرغلګر د شاتګ او تیښتې په حال کې دي، تراوسه د لسګونو یرغلګرو هیوادونو بیرغونه رانسکور او ټول سرتیري یي په تیښته اړ شوي دي ، یوازې امریکا، بریتانیا او څو یرغلګر هیوادونه پاتي دي چې پر اشغال ټینګار لري ، د دې هیوادونو هم لسګونه زره عسکر له افغانستانه په تیښته مجبور او یوازې محدود شمیر پوځیان یي په کلابندو اډو کې وخت تیروي او لله الحمد دافغانستان دخاوري په اکثریت برخه د اسلامي امارت مجاهدین حاکم او د الله تعالی احکام پکي جاري دي .

    مګر غربي اشغالګر که څه هم د جګړې په ډګر کې الله تعالی ذلیل او مات کړل اما له خپل اشغالګر عزم څخه په شا نه شول، اشغالګرو د خپل غیرمستقیم اشغال د اوږدولو لپاره مختلفې بدیلې پروسې په کار واچولې، چې له دې جملې یې یوه مهمه پروسه د سولې تر نوم لاندې د مجاهدینو د تسلیمۍ او دکابل غلامي ادارې ته په جعلي فتواوو او قانوني بڼه ورکولو سره له جهاد څخه د منصرف کولو پروسه ده.

    متجاوز دښمنان اوس کوښښ کوي چې د افغان ولس دغه جهادي قیام ته د ګمراه کوونکو تبلیغاتو ، رواني جنګ ، استخباراتي دسیسو،جعلي فتواو او د سولې په عنوان د سړو حربو په توسط ماتي ورکړي.

   اشغالګرو اراده کړی چې مجاهدین مجبور کړي ترڅو له جهاده لاس واخلي، د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي او هغه اشغال ومني چې نه یي د منلو لپاره دیني او قرآني توجیه شته او نه یي د یوه انسان په حیث د چا ضمیر او وجدان منلی شي.

    د کابل نامشروعي ادارې ته دمشروع رنګ ورکولواود سولې د ګمراه کوونکو تبلیغاتو او تزویري هڅو په لړ کې دا ځل زموږ د دین ، هیواد او خپلواکۍ دښمنان غواړي چي دنړۍ علماء کرامواو اسلامي هیوادونوته په دوکه ورکولو د سعودي عربستان په جده ښار کې او یا هم که سعودي حکومت موافقه   ور سره و نکړي کوم بل هیواد کې د اسلامي نړۍ د عالمانوپه نوم او عنوان یو کانفرانس جوړ کړي. دکابل دغلامي ادارې دتش په نامه سو لي شوری اعلان کړی چي دغه کانفرانس ددوی په غوښتنه او ابتکار را غوښتل کیږي ترڅو له دغې غونډې څخه په اسلامي هیواد افغانستان کې د کفري اشغالګرو وجود ته دغلطو معلوماتو په وړاندي کولو سره مشروعیت ترلاسه او د مجاهدینو برحق جهاد ناروا جګړه معرفي کړي، دوی کوښښ کوي چي په افغانستان کې د کامیابۍ پړاو ته رسیدلي مقدس جهاد په هغو ناروا خونریزیو قیاس اوتعبیرکړي کومي چي له شرعي طریقي او شرعي نصوصوخلاف د انسانانو ویني تو یوي او دجهاد نوم بدوي .

   موږ د ټولې اسلامي نړۍ علماء کرامو، په خاص ډول د افغانستان، پاکستان، هند، سعودي عربستان او نورو عربي هیوادونو علماء کرامو ته د اسلامي ورورولۍ او شریعت په رڼا کې دا پیغام رسول غواړو ، چې:  

  تاسو ته بهتره معلومه ده، چې امریکایي طاغوت د نن عصر تر ټولو ظالم اشغالګر دی چې لاسونه یي زموږ د لکونو مسلمانانو په وینو سره دي. او دا هم درته معلومه ده چې زموږ ولس یو مؤمن ولس دی، یو ځوریدلی او غریب ولس دی چې پر کور یي پردیو یرغلګرو هجوم راوړی او دا هم درته معلو مه ده چي زموږ د ولس جهاد ددیني علماء کرامو په سرپرستي او هدایاتو روان یو مشروع مقاومت او د ظالم اشغالګر په وړاندې د یوه مظلوم ملت د مقابلې وروستۍ هڅه ده. او تاسو په دې هم پوهیږئ چې د سولې تر عنوان لاندې د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو په ابتکار جوړیدونکې غونډې یوازې زموږ د ولس دمغلوبیت لپاره دائریږي او د اوسنۍ غربي میډیا دا چل ول به هم تاسو ته معلو م وي چي که تاسو د غونډی په تالار کې هر څو دحق او شریعت خبري وکړئ یا په غرب تنقیدونه وکړئ هغه هرڅه دتالا ر دننه پاته کیږي او دباندي هغه څه دنړیوالو تر غوږونو رسیږي چي د امریکا په ګټه او د مقدس جهاد او مسلمانانو په زیان وي اود مقدس شریعت په اصولو ولاړ جهاد هم تروریزم او ناروا جګړه معرفي کوي او حواله هم په عالمانوورکوي نو په همدې خاطر موږ تاسو ته یوځل بیا در په زړه کوو چې د ظالمانو په دا ډول پروسو کې ستاسو ګډون، خدای مکړه ، له هغوی سره یو ډول مرسته تلقي نشي او خدای مکړه چې د دې وعید مورد ونه ګرځئ چې الله تعالی فرمایي:

   « وَلَا تَرْكَنُوٓا۟ إِلَى ٱلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ فَتَمَسَّكُمُ ٱلنَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ مِنْ أَوْلِيَآءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ »ـ هود 115 ). او یا لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمایي: ( من مشى مع ظالم ليعينه وهو يعلم أنه ظالم فقد خرج من الإسلام. رواه الطبراني.)

 قدرمنو علماء کرامو !  

  اسلامي امارت پر الهي نصرت په اتکاء سره باور لري چې د اسلام دښمنانو  ، لکه څنګه چې پوځې جګړې دوی ته بری ورنصیب نه کړ دغه ډول استخباراتي لوبې به یې هم د بریا مخ ونه ویني. خو د اسلامي اخوت له مخې موداسلامي نړۍ حکومتونو هیله داده چي داډول غوڼدو ته زمینه نکړي مساعده ، علماء کرامو ته پیغام دا دی. چې په دغه یاده غونډه کې ګډون ونه کړئ او په دې اړه یوازې د کتاب الله، سنة رسول الله او د ایمان د غوښتنو له مخې پریکړه وکړئ.  او پرینږدئ چې په افغانستان کې میشت اشغالګرکفار ستاسو له ګډون او ستاسو له نوم نه په استفادې پخپل شوم هدف کې کامیاب شي .  که د مجاهدینو  علني ملاتړ  مشکل وي او نشي کیدلای؛ نو دا خو کیدلای شي چې د کفارو له دا ډول ناوړه دسائیسو نه ځان وژغورواو په فرمایشي غونډو کې یې ګډون ونه کړو .

خدای دوکړي چې موږ تاسو ته خپل درد او پيغام رسولی وي، ترڅو په آخرت کې د یوبل د حقوقو د نه مراعات کولو له امله د عذاب او عقوبت سره مخ نه شو.

وما علینا الا البلاغ ، حسبنا الله ونعم الوکیل نعم المولی ونعم نصیر

والسلام

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۷/۱۱/۱۳ هـ ق

۱۳۹۵/۵/۲۶هـ ش ــ 2016/8/16م