JustPaste.it

د دښمن لخوا د اسلامي امارت د هلمند دوالي د شهادت آوازه خپرول تش پروپاګند دی

نن د کابل ادارې دهلمند وارخطا چارواکو له ځينو رسینو سره په تماس کې ادعاوکړه چې د اسلامي امارت دهلمند ولایت والي ملامزمل د امریکايانو په یوه هوایی برید کې شهید شوی او داسې نورې خبرې....

لومړی خو د هلمند لپاره د اسلامي امارت والی ملامزمل نه؛ بلکي حاجي ملا عبدالمنان اخند دی، بلخوا د ملا مزمل په ګډون په هلمند کې هيڅ کوم  مسئول ته هم زیان نه دی اوښتی.

نن ناوخته مو له مرستیال نظامي مسئول ملا مزمل سره مخابروي تماس وکړ چې جوړ او روغ وو او په هلمند کې يي د وضعیت په اړه پوره ډاډ ورکړ.

بناء په هلمند کې د کوم مجاهد مشر د شهادت آوازه هسې پروپاګند ده، هیوادوال دې هیڅ اعتناء نه ورته کوي، مسئولین اومجاهدین الحمدلله روغ دي  او دښمن په وړاندې د جهاد په سنګرونو کې په کلکه مبازره بوخت دي.

قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند

 

۱۴۳۷/۸/۱۶ هق 2016/5/23 م