د هوایي ډزو د تلفاتو په اړه د مؤظف هیئت توضیحات
د روان لمریز کال د سنبلې په ۱۳ مه چې د ۱۴۴۳ هـق د محرم الحرام له ۲۵ سره برابره وه، په کابل کې مجاهدینو د پنجشیر د فتحې د خبر په اوریدو سره هوایي ډزې وکړې. وروسته رسنیو خبر ورکړ چې د دې ډزو له امله ۱۷ تنه کابل ښاریان شهیدان او ګڼ نور زخمیان شوي دي.
د اسلامي امارت مشرتابه د دې غمیزې له پیښیدو وروسته په هوایي ډزو سخت بندیز ولګاوه چې تر اوسه بیا هوایي ډزې نه دې شوي. دغه راز عالیقدر امیر المؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده په خاص هدایت سره مسؤلینو ته حکم وکړ، چې دغه پیښه په جدي ډول وڅيړي.
د ټاکل شوي پلاوي د څیړنو په پایله کې ثابته شوه، چې د ۱۷ کسانو د شهادت خبره بې اساسه وه. په دې ډزو کې ۱۴ تنه په سطحي ډول ټپیان شوي وو او یوازې یوه تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و. شهید شوی تن چې جسد یې د څیړونکي هیئت له ورتګ وړاندې له شفاخانې وړل شوی و. د اسلامي امارت مسؤلینو هڅه وکړه چې کور یې پیدا کړي خو ونه توانیدل.
۱۴ تنه ټپیانو ته له علاج او پانسمان نه علاوه له هر یوه سره سل زره افغانۍ نقدي کومک هم وشو. دغه راز د ورته پیښو د مخنیوي په مقصد د تل لپاره په هوایي ډزو بندیز ولګید او که څوک بیا دغسې کار وکړي له سخت چلند او سزا سره به مخامخ شي.
د یادونې وړ ده چې د هیوادوالو د ژوند، مال او عزت ساتنه زموږ فریضه ده او حفاظت ته یې په جدي ډول متوجه یو.
ذبیح االله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی
۱۴۴۳/۳/۲۰ھ ق
۱۴۰۰/۸/۴ھ ش- 2021/10/26 م