JustPaste.it

د عفوې په اړه د اسلامي امارت د دعوت ارشاد، جلب او جذب کميسيون اعلامیه

د اسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب اوجذب کمیسیون ټولو هغو کسانو ته چې د کابل اجیري  ادارې او اشغالګرو سره دهیواد په ټولو ولایتونو خصوصا په غزني ولایت کې کار او همکاري کوي که هغه د ( ملي اردو) په نا مه  عسکر وي او که د (پوليسو) یا اربکي په نامه،  که افسر وي اوکه عادي کارمندان،  ټولو ته دعوت اوبلنه ورکوي چې له مخالفته لاس واخلي او له اسلامي امارت سره یوځای شي.

اسلامي امارت هغو کسانوته چې  له مخالفت څخه لاس اخلي د خپلو وروڼو په سترګه  ګوري، عمومي عفوه ورته کوي او د سر، مال، عزت  او ابرو د حفاظت اطمئنان ورکوي.

اسلامي امارت په خپلو تشکیلاتو کې  د دعوت، ارشاد، جلب اوجذب کمیسیون اداره  خاص د همداسې  موخو په مقصد ایجاد کړې ده، تر افغانان د دنیا او اخرت له  بد مرغیو  څخه وژغورل شي،  نو  هغه کسان چې له اسلامي امارت سره یوځای کیږي  د سر،  مال،  عزت ابرو د ساتنې  خصوصي  تضمین او اطمنان ورکول کیږي، بناء   که په ټول هیواد خصوصاپه غزني ولایت کې څوک وغواړي چې له اسلامي امارت سره یوځای شي،  کولای شي  په لاندي شميرو، ایمیل ادرسونو او یا مخابره  رابطه وکړي،  تر څو  خپل ژوند په اړه ډاډ  او اطمئنان  تر لاسه کړي.

د اړیکو لپاره دتلیفون شمیري:

   ۰۷۰۶۱۱۷۶۷۷

  ۰۷۰۴۶۷۵۹۹۲

د دعوت په نامه دمخابري نمبر: ۵۳۷۷

ایمیل ادرسونه : iea.dawat@yahoo.com

د اسلامي امارت د دعوت ارشاد، جلب اوجذب کمیسیون

۲۸/۱۱/۱۴۳۹هـ ق

۱۳۹۷/۵/۱۹ هـ ش ــ 2018/8/10م