JustPaste.it

په افغانستان کې د هالندي عسکرو په وړاندې د بریدونو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

 راپورونه خپاره شوي چې د هالند په هیواد کې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلي الله علیه وسلم د ګستاخۍ کومه هڅه روانه ده او دا کار د نړۍ د ټولو مسلمانانو په ضد د هغه هیواد ګام بلل کیږي.

څرنګه چې په افغانستان کې د سلو په شاوخوا کې هالندي عسکر د امریکايي اشغالګرو عسکرو ترڅنګ فعالیت کوي، اسلامي امارت د کابل په اداره کې په فعالو امنیتي کړیو، عسکرو او پولیسو باندې غږ کوي که دوی ريښتیا ځانونه مسلمان بولي او ريښتیا د اسلام په اړه کوم تعهد لري نو باید یا پخپله د هالندي عسکرو په طرف د خپلو ټوپکو خولې ور واړوي او یا اقلا مجاهدینو ته تر هغو پورې د رسیدو لارې چارې جوړي کړي.

تر څو له دغو کفري اشغالګرو عسکرو څخه د خپل هیواد د اشغال او د اسلام د ستر لارښود او پيغمبر صلي الله علیه وسلم په وړاندې د بې ادبۍ انتقام واخلو.

په هالند کې د اسلام په وړاندې داسې موقف نیولو په جرم کې د هغه هیواد حکومت، خلک او ټول بنسټونه مسئول دي، ځکه هغوی هریو د داسې ګستاخۍ مخه نیولی شي، خو چې نه يې نیسي واضح کوي چې په دغه ډول جنایت راضي دي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۹/۱۲/۱۹هـ ق

۱۳۹۷/۶/۸هـ ش ـ

2018/8/30م