JustPaste.it

امريكايي الوتکو په کندز کې لسګونه ملکیان شهیدان او ټپيان کړل

تیره شپه د کندز چهار درې ولسوالۍ د سرک بالا سیمه کې  امریکايي  B52 ډوله الوتکو  ۲ لوی کلي په ټولیزه توګه بمبار کړل چې له امله يې لسګونه تنه ملکي هیوادوال چې ښځې اوماشومان هم په کې دي شهیدان او ټپيان شول.

امریکايي وحشي ځواکونو وروسته له هغه په دې ستر جنایت لاس پورې کړ چې له تیرو څو ورځو را دې خوا دوی او د دوی ګوډاګيان ونه توانیدل چې په سیمه کې عملیات پرمخ بوځي.  

 دکابل ادارې کوماندوي عسکر د یو شمیر امریکايي عسکرو په ملګرتیا چهاردرې ته د عملیاتو په نیت راغلي دي، چې د مجاهدینو له سخت غبرګون او مقاومت سره مخ دي.

د معلوماتو په اساس تراوسه پورې په نښتو او چاودنو کې  څو تنه امریکايي عسکر او  ۱۴ کماندو عسکرو وژل شوي ګڼ شمیر نور ټپيان دي.

له پرلپسې ماتې او شرمیدلو وروسته امريكايي اشغالګرو تیره شپه د جګړې دکرښې شاته په لرې فاصله کې دوه لوی کلي تر بمبارونو لاندې ونیول او عامو خلکوته يې مرګ ژوبله واړوله.

دښمن سیمه اوس هم تر بمبار لاندې ساتلي او بریدونه يې پرشاتمبیدلي دي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۴۳۹/۲/۱۵هـ ق

۱۳۹۶/۸/۱۳هـ ش ــ 2017/11/4م