JustPaste.it

په کابل کې د اسلام ضد مفسدینو په یوه غونډه فدايي برید، درنه مرګ ژوبله واړوله

نن ماښام  شاوخوا پنځه بجې  دکابل په استقلال  ليسه  کې دننه د اشغالګر هيواد فرانسې دفرهنګي مرکز له لوري په هغه تياتر غونډه، (چې داستشهادي بريدونو دغندنې او يو ګمراه کونکي تبلیغاتي فلم د نندارې  لپاره جوړه شوې وه)،  ديو تن استشهادي مجاهد لخوا د منفجره موادوڅخه د ډک واسکټ نه په استفادې  فدايي بريد ترسره شو، دبريد پرمهال  ۱۰ تنه فرانسوي ډمان،  د کابل ادارې  دموسيقۍ دانستيوت مشر ډم سرمست، ټوله ډله يې  او ګڼ شمير نور حکومتي چارواکي موجود وو.

د لومړنيو معلوماتو په اساس تر ديرشو پورې بهرني او کورني مفسدين قتل او ټپيان دي، چې پخپله سرمست هم په ټپيانو کې شامل دی.

دغه غونډه په هيوادکې د اسلامي اساساتو د توهين، د جهادي عملیاتو په ضد دپروپاګند او په خاصه توګه د استشهادي عملیاتو په ضد ترتیب شوي وه.

اسلامي امارت له موقع څخه په استفاده، په افغانستان کې ديو شمير بې بندوباره په اصطلاح رسنيو په ګډون، ټولو هغو ارګانونو ته چې د مدني فعالانو یا نورو شعارونو ترعنوان لاندې د اسلامي ارزښتونو پرخلاف نشرات کوي، لاریونونه او مارشونه کوي، غونډې جوړوي، دبي حجابۍ ، ډمتوب، فحشاء او فساد  دخپرولو په کار بوخت دي او په ټوله کې  د افغان ځوانانو د ګمراهۍ هڅه کوي، خبرداری ورکوي چې نور د دغه ډول فعالیتونو په اړه زموږ مجاهدين بې تفاوته نشي پاتې کيدای او په هر ډول چې وي، د داسې بریدونو په ترسره کولو سره به د فساد جرړې ايستل کيږي او هسته به يي له منځه ځي.

څرنګه چې نن ورځ د کابل ادارې کمزورو امنيتي کسانو زموږ د قهرمان فدايي مخه ونه نيولی شوه، همداسې به تل زموږ بریدونه په بریاليتوب سره ترسره کيږي.

څرنګه چې د اسلامي امارت مجاهدینو د خپل هيواد د آزادۍ لپاره خپل سرونه په لاس کې نيولي، همدا شان د غربي کفر، کلتوري او فکري یرغل ته هم متوجه دي، د غربيانو يوشمیر هغه ځیره خواره چې هڅه کوي تر بیلابیلو عناونیو لاندې، دلته  دغرب کلتوري اهداف تطبیق کړي له دې وروسته به د غربي پوځي یرغلګرو په سترګه ورته وکتل شي او یو يو به په منظم شکل د بریدونو هدف وي.

دغه راز باید ووایو چې غربي اشغالګر او د دوی اجیران باید د هیواد تعلیمي مراکز د خپلو ناروا فعالیتونو لپاره ونه کاروي، ځکه دوی د مجاهدینو د بریدونو هدف دي، د ملکي تاسيساتو څخه د ناوړې استفادې مسئوليت هم د همدې مجرمینو په غاړه دی.

بايد یادونه وکړو چې د پيښې په وخت کې په استقلال ليسه کې پرته د غوندې له رسمي ګډون والو څخه چې په خورا سخطو شرائطو او امنيتي تدابيرو سره ياد ځای ته ورغلي وو، بې طرفه هيڅوک هم نه وو موجود.

 

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندو ی

۱۹/۲/۱۴۳۶هـ ق

۲۰/۹/۱۳۹۳هـ ش ــ 2014/12/11م