JustPaste.it

د نورستان ولايت دوآب ولسوالۍ فتحه، ګڼ پولیس قتل او ټپيان، ډيره وسله غنيمت شوه

د خيبر عملیاتو په ګړندي جریان کې له تيرې ورځې راهيسې د نورستان ولايت د دوآب ولسوالۍ مرکز د مجاهدينو د سختې محاصرې او برید لاندې وو، چې نن سهار وختي ياده ولسوالۍ په بشپړ ډول له دښمن څخه ونيول شوه، او دښمن د سر له درانه زیان سره له ولسوالۍ څخه پسې واخيستل شو.

لومړني معلومات ښي چې په ولسوالۍ د اسلامي امارت سپين بیرغونه رپاند شول، دسيمې خلکو دمجاهدينو د ورتګ هرکلي کړي او په خورا مینه يې مجاهدينو ته ښه راغلاست ووايه.

په برید او نښته کې د دښمن ګڼ شمير پولیس قتل او ټپيان شوي، له دښمن څخه په ولسوالۍ کې ډيره وسله او مهمات په غنيمت نيول شوي دي.

په ټوله جګړه کې يوتن مجاهد شهيد شوي او ۳ تنه ټپيان دي ، نور مجاهدين هيڅ ډول زیان نه لري.

ذبیح الله مجاهد داسلامي امارت ويندوی

۱۴۳۵/۱۰/۲۴هـ ق

۱۳۹۳/۵/۲۹هـ ش ــ 2014/8/20م