د انتخاباتو لپاره د ټول هېواد په سطحه، د دښمن مهم امنيتي پلان افشا شو
هوالمستعان
الحمدلله وحده والصلوة والسلام علی من لانبی بعده
امابعد : قال الله تعالي (ومکروا ومکرالله والله خيرالماکرين ) دلوی الله جل جلاله په ځانګړې مرسته داسلامي امارت کشفي ارګانونو د غليم د جعلي انتخاباتي پروسې په امنيت پورې اړوند ډير محرم او حساس اسناد چې سلګونه مخه لري لاسته راوړي دي، د دغو اسنادو له جملې څخه يو هم د مشت نمونه خروار په توګه ( جدول ارقام پوليس اناثيه وزارت امورداخله که درسايتهای انتخاباتي کشور توظيف ميگردند) په عنوان سند ده.
په ياد شوي سند کې چې شپاړس مخه لري د هر ولايت د رای ورکولو دمرکزونو مجموعي شمېر د ضرورت وړ ترينرانو،د معرفي شويو ترينرانو تعداد او کمبود او دهر ولايت دانتخاباتي سايټونو لپاره د ښځېنه پوليسو تفصيلې لست ذکر شوی او انشاءالله ددغه سند اونورو لاسته راغلو محرمو اسنادو په مټ به داسلامي امارت مجاهدين په دې وتوانيږي چې دغليم انتخاباتي دسيسه او له دې دسيسې سره مرسته کونکي په دقيق ډول په نښه او تر بريدونو لاندې ونيسي .
د اسلامي امارت مجاهدين دلوی الله جل جلاله د نصرت په اتکاء دې ته ژمن دي چې د خپل ايماني مکلفيت له مخې به خپل ټول وس داسلام او ګران هيواد دغليمانو د دسيسو د ناکامولو په موخه کاروي او د دې پروا نه لري چې دغه دسيسې ترکومو رنګينو عنوانونو لاندې په لار اچول کېږي، دهيواد په پلازمېنه او ولايتونو کې وروستي توند او کاري سرښندونکي بريدونه او په استخباراتي برخه کې ذکرشوې لاسته راوړنه په دې حقېقت ښه ګواه دي.
مونږ له ټولو هغو هيوادوالو څخه چې د غليم داجيرې مېډيا تراغېز لاندې راغلي دي، په ځانګړې توګه له افغانو باعفته مېرمنو څخه غوښتنه کوو چې حقائقدرک کړي او د يرغلګرو له رنګين ټاکنيز دام نه لرې واوسي، او ځانونه د دې ستر تاريخي خيانت له دنيوي او اخروي سختو عواقبو نه وژغوري .
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی
۱۴۳۵/۶/۲هـ ق
۱۳۹۳/۱/۱۳هـ ش ــ 2014/4/2م